خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

mail-admin
Thu, Oct 15 2026 10:22 AM
خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح شویو تخمونو د وېش په موخه د کارتونو د وېش لړۍ پیل شوه.
دغه لړۍ د خوست ولایت د مرکز په شمل، متون او لکڼ واحدونو کې د کرنې ریاست د کرنیزو چارو آمریت تر څارنې لاندې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «اوآرډي» مؤسسې په همکارۍ پیل شوې، چې موخه یې اصلاح شویو کرنیزو تخمونو ته د بزګرانو د لاسرسي اسانتیا، د کرنیزو حاصلاتو لوړول او د کرنیز تولید پیاوړتیا ده.
د خوست د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې، د یادو ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو سروې او پېژندنه له وړاندې ترسره شوې او د سروې د پایلو پر بنسټ ورته د اصلاح شویو تخمونو د ترلاسه کولو کارتونه وېشل کېږي.
ټاکل شوې ده، چې د کارتونو د وېش بهیر له بشپړېدو وروسته هر مستحق بزګر ته ۵۰ کیلوګرامه اصلاح شوی تخم د ۸۰۰ افغانیو په بدل کې ورکړل شي، چې په دې توګه به پر یادو بزګرانو ټولټال ۷۵ مټریک ټنه اصلاح شوی تخم ووېشل شي.
د دې پروګرام په پلي کېدو سره به بزګرانو ته د معیاري او اصلاح شویو تخمونو د کارونې زمینه برابره شي، چې تمه ده د کرنیزو حاصلاتو د کمیت او کیفیت په ښه والي، د بزګرانو د اقتصادي وضعیت په پیاوړتیا او د کرنیز تولید په زیاتوالي کې اغېزمن رول ولوبوي.
د یادونې وړ ده، چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کرنیزو محصولاتو د زیاتوالي، د بزګرانو د ملاتړ او د خوړو خوندیتوب د پیاوړتیا په موخه، له همکارو نړۍوالو بنسټونو او مؤسسو سره په همغږۍ د اصلاح شویو تخمونو د وېش او کرنیزو ملاتړیزو پروګرامونو د پلي کولو هڅې کوي. د دغو پروګرامونو موخه د عصري کرنیزو لاروچارو دودول، د بزګرانو د تولیدي وړتیا لوړول، د کرنیزو لګښتونو اغېزمن مدیریت او د هېواد د کرنیز سکټور دوامداره وده ده.


آغاز روند توزیع کارت برای دریافت تخم‌های اصلاح‌شده به ۱۵۰۰ دهقان در ولایت خوست
۲۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
روند توزیع کارت به‌منظور دریافت تخم‌های اصلاح‌شده برای ۱۵۰۰ دهقان مستحق در سه واحد مربوط به مرکز ولایت خوست، تحت نظارت ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت آغاز شد.
این روند در واحدهای شمل، متون و لکڼ مرکز ولایت خوست، تحت نظارت آمریت امور زراعتی ریاست زراعت، با حمایت مالی سازمان خوراک و زراعت ملل متحد (FAO) و همکاری مؤسسه «اوآر‌دی» آغاز شده است. هدف این برنامه فراهم‌سازی دسترسی دهقانان به تخم‌های اصلاح‌شده زراعتی، افزایش حاصلات و تقویت تولیدات زراعتی می‌باشد.
بر اساس معلومات ریاست زراعت خوست، سروی و شناسایی ۱۵۰۰ دهقان مستحق قبلاً انجام شده و بر بنیاد نتایج این سروی، کارت‌های دریافت تخم‌های اصلاح‌شده برای آنان توزیع می‌شود.
قرار است پس از تکمیل روند توزیع کارت‌ها، به هر دهقان مستحق ۵۰ کیلوگرام تخم اصلاح‌شده در بدل ۸۰۰ افغانی توزیع شود. به این ترتیب، در مجموع ۷۵ تُن متریک تخم اصلاح‌شده به دهقانان یادشده توزیع خواهد شد.
با تطبیق این برنامه، زمینه استفاده از تخم‌های معیاری و اصلاح‌شده برای دهقانان فراهم می‌شود که انتظار می‌رود در بهبود کمیت و کیفیت حاصلات زراعتی، تقویت وضعیت اقتصادی دهقانان و افزایش تولیدات زراعتی نقش مؤثری ایفا کند.
گفتنی است که وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در هماهنگی با نهادها و مؤسسات همکار بین‌المللی در ولایت‌های مختلف کشور، به‌منظور افزایش حاصلات زراعتی، حمایت از دهقانان و تقویت امنیت غذایی، تلاش می‌کند برنامه‌های توزیع تخم‌های اصلاح‌شده و سایر برنامه‌های حمایتی زراعتی را تطبیق نماید. هدف این برنامه‌ها ترویج روش‌های نوین زراعتی، افزایش ظرفیت تولیدی دهقانان، مدیریت مؤثر هزینه‌های زراعتی و رشد پایدار سکتور زراعت کشور است.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS