کونړ کې د کرنیزو او مالدارۍ پروژو د همغږۍ او پراختیا په موخه سکتوري غونډه ترسره شوه

mail-admin
Wed, Oct 14 2026 9:03 AM
کونړ کې د کرنیزو او مالدارۍ پروژو د همغږۍ او پراختیا په موخه سکتوري غونډه ترسره شوه

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کونړ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په مشرۍ د ۱۴۰۵ لمریز کال د تلې میاشتې سکتوري غونډه د کرنیزو او مالدارۍ فعالیتونو د ارزونې، د روانو او راتلونکو پراختیایي پروژو د همغږۍ او د اړوندو ادارو ترمنځ د همکاریو د پیاوړتیا په موخه ترسره شوه.
دغه غونډه د کونړ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په مقام کې د یاد ریاست د رهبرۍ غړو، د سکتوري ادارو استازو، د اړوندو تخنیکي آمریتونو آمرینو، عمومي مدیرانو، د همکارو مؤسسو او خصوصي شرکتونو د مسؤلینو په ګډون جوړه شوې وه.
غونډه د کرنې ریاست د مالي او اداري عمومي مدیر احمدالله صافي له لوري د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شوه.
ورپسې د کونړ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تخنیکي سلاکار سید حفیظ‌الله سیدي ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د سکتوري غونډو پر ارزښت، د ادارو ترمنځ پر اغېزمنې همغږۍ او د کرنیزو او مالدارۍ پروژو پر پراختیا خبرې وکړې.
نوموړي د سکتوري ادارو او همکارو مؤسسو له دوامدارې همکارۍ او فعال ګډون څخه مننه وکړه او د هغوی فعالیتونه یې د کونړ د کرنې او مالدارۍ سکتور د ودې لپاره مهم وبلل.
سیدي ټینګار وکړ، چې د کرنې ریاست او همکارې مؤسسې باید د ګډې همغږۍ له لارې هڅه وکړي، څو کونړ ولایت ته اوږدمهالې او پایدارې پراختیایي پروژې راجلب کړي، چې له یوې خوا د بزګرانو او مالدارانو اقتصادي وضعیت ورسره ښه شي او له بلې خوا خلکو ته د دوامدارو کاري فرصتونو زمینه برابره شي.
نوموړي زیاته کړه، چې د کرنیزو او مالدارۍ پروژو په پلي کولو کې صداقت، ژمنتیا، روڼتیا او د اړوندو ادارو ترمنځ نږدې همغږي کولای شي د ولس د اړتیاوو

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS