میدان وردګو کې د کرنې او مالدارۍ د پیاوړتیا په موخه پراختیايي او روغتیايي فعالیتونه روان دي

mail-admin
Mon, Oct 12 2026 2:28 PM
میدان وردګو کې د کرنې او مالدارۍ د پیاوړتیا په موخه پراختیايي او روغتیايي فعالیتونه روان دي

۲۰ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د دغه ولایت د مرکز په ګډون په بېلابېلو ولسوالیو کې د یوې همکارې مؤسسې د روانو فعالیتونو او پراختیايي پروژو د پلي کېدو بهیر وڅارل شو.
د دې څارنې په ترڅ کې د مالدارۍ د پراختیا، د اوبو د سرچینو د برابرولو او د څارویو د روغتیا ساتنې په برخو کې د یادې مؤسسې ترسره شوي او روان فعالیتونه وارزول شول.
د معلوماتو له مخې، د میدان وردګو ولایت د نرخ ولسوالی د لوی شاه کابل په سیمه کې، چې تر دې وړاندې د اوبو د یوه حوض د جوړولو لپاره سروې ترسره شوې وه، د سروې د پایلو پر بنسټ د حوض د جوړولو ځای ټاکل شوی او اوسمهال یې رغنیزې چارې په اساسي ډول روانې دي. ټاکل شوې ده، چې د دغه حوض چارې په نږدې راتلونکي کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د یاد حوض له جوړېدو سره به شاوخوا ۸۰ کورنۍ د اوبو له اسانتیاوو برخمنې شي. له دې حوض څخه به د خلکو د څښاک، د څارویو د اوبو اړتیاوو او کرنیزو فعالیتونو لپاره ګټه واخیستل شي. دغه راز، له سیمې څخه تېرېدونکي کوچیان به هم وکولای شي د خپلو اوبو اړتیاوې ترې پوره کړي.
بلخوا، د مالدارۍ د ملاتړ او د څارویو د ناروغیو د مخنیوي په موخه ټاکل شوې، چې د روانې میاشتې په ترڅ کې د میدان وردګو ولایت د مرکز په ګډون په تر پوښښ لاندې ولسوالیو کې ۵۲۰ مالدارانو ته د څارویو د بېلابېلو ناروغیو، د هغو د مخنیوي او د څارویو د روغتیا ساتنې په اړه د عامه پوهاوي پروګرامونه ترسره شي.
همدارنګه، د یاد پروګرام په ترڅ کې به یو شمېر څاروي د ساري او نورو ناروغیو د مخنیوي په موخه واکسین شي، څو د څارویو د ناروغیو د خپرېدو مخه ونیول شي او د مالدارانو اقتصادي زیانونه راکم شي.
د یادونې وړ ده، چې د اوبو د سرچینو برابرول، د څارویو د روغتیا ساتنه او د مالدارانو د مسلکي پوهاوي لوړول د کرنې او مالدارۍ د دوامدارې پراختیا له مهمو اړتیاوو څخه دي. په ځانګړي ډول په هغو سیمو کې چې خلک یې پر کرنه او مالدارۍ متکي دي، د اوبو زېرمو جوړول او د وترنري خدمتونو پراخول د کلیوالو کورنیو د اقتصادي وضعیت په ښه والي کې مهم رول لري.
د میدان وردګو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د همکارو مؤسسو د فعالیتونو د څارنې او همغږۍ له لارې هڅه کوي، چې پراختیايي پروژې د خلکو له اړتیاوو سره سم پلې شي، د مالدارانو ستونزو ته رسېدنه وشي او د کرنې او مالدارۍ د ودې لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS