خوست کې د زرغون خوست په نوم د نیالګیو اېښودو کمپاین او کلتوري مېله پیل شو

content_admin
Sun, Mar 01 2020 9:20 AM
خوست کې د زرغون خوست په نوم د نیالګیو اېښودو کمپاین او کلتوري مېله پیل شو

۱۰ کب ۱۳۹۸
په خوست ولایت کې ددې ولایت د سیمه ییزو چارواکو له خوا د زرغون خوست په نوم د نیالګیو اېښودلو پسرلني کمپاین او دودیزه مېلهپیل شوی دی.
ددې کمپاین د پیل په غونډه کې د خوست والي محمد حلیم فداییي، د کرنې، ابولګولو او مالدارۍ رییس انجنیر حفیظ الله شاه نوري، ددې ولایت سیمه ییزو چارواکو، ځوانانو، مدني فعالانو، ښځې او نجونې هم ګډون درلود.
په دې غونډه کې د خوست والي محمد حلیم فدایي د خوست ولایت له ټولو اوسیدونکو څخه غوښتنه وکړه، چې له دې کمپاین سره یوځای شي او دخپل هېواد په سمسورتیا او زرغونتیا کې دې پراخه ونډه واخلي.
ښاغلي فدایي وویل، چې د نیالګیو اېښودل د انساني ژوند بقا او تامین دی ځکه حدیث شریف کې راغلی، چې که سبا ته قیامت وي او په لاس کې دې نن ونه وي، نو تاسو ونه کېنوئ.
د خوست والي دغه راز وویل راتلونکې اوونۍ به اداري کمپلیکس کې د سولې بڼ په نوم متراکم باغ پرانیزو او تر څنګ به یې د څلورو چېنارو باغ هم جوړ شي او هر دولتي رییس به یو نیالګی کېنوي او ساتنه پالنه به یې کوي.
د خوست والي د ملي بسیا بڼ، خوست ښاروالي، علماکرامو، مدني ټولنو غړو، رسنیو، قومي مشرانو او ټولو خوستوالو څخه مننه وکړه چې د زرغون خوست لپاره هڅې کوي او له خوستوالو یې وغوښتل چې د یو اباد افغانستان په موخه نیالګي کښېنوي او د پسرلي له دې فرصت څخه دې ګټه پورته کړي.
په همدې حال کې د خوست دکرنې رییس انجنیر حفیظ الله شاه نوري وویل: «سږ به ددې ادارې له لوري خوست کې نږدې ۳۴ زره ميوه لرونکي او بې ميوې نيالګيو سربېره د دې ولایت په اداري کمپلکس کې متراکم بڼ هم جوړ شي او هڅه مو دا ده، چې ونې کمې کېنوو او ساتنه او پالنه یې سمه وکړو، څو ورسیږي او ثمر ورکړي.»

ښاغلي نوري وویل، چې دوی به د خوست د زرغونتیا په پآر پرهغو کسانو نیالګي ووېشي، چې د اېښودلو لپاره يې ځمکه ولري او د ښې روزنې ډاډ يې ترلاسه کړي، د سالمې روزنې په برخه کې به يې د یاد ریاست مسلکي کارکوونکي ورسره مرسته وکړي، چې باغونه يې په اساسي ډول وده وکړي، او ورسره د بزګرانو او بڼوالو اقتصاد هم ښه شي.

Latest news

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

Mon, Aug 09 2021 12:36 PM
Background image

Three vegetable and fruit processing centers equipped in Balkh

Asad 18: August 9, 2021
Balkh Directorate of Agriculture, through a program to support to national priority program 2, with joint investment of 30% of the private sector and 70% of the. . .

BACK TO NEWS