بادغیس کې د کبانو د وضعیت او قدرتي سرچینو د ساتنې په موخه د آب‌پوده سیمې ارزونه وشوه

mail-admin
Sun, Oct 11 2026 8:58 AM
ارزیابی منطقه آب‌پوده در بادغیس به‌منظور بررسی وضعیت ماهی‌ها و حفاظت از منابع طبیعی

۱۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۸ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د بادغیس ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت د یوه تخنیکي پلاوي له لوري د جوند ولسوالی د آب‌پوده سیمې څخه لیدنه وشوه او د کبانو وضعیت او د سیمې طبیعي شرایط وارزول شول. د دې لیدنې موخه د کبانو د وضعیت څېړنه، د اوبو د سرچینو د ساتنې په اړه د عامه پوهاوي لوړول او د کبانو د ناقانونه ښکار مخنیوی و.
په دغه پلاوي کې د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمر مولوي عبدالولي مسرور، د حیواني روغتیا عمومي مدیر عبدالحلیم حلیمزاد، د مالدارۍ عمومي مدیر عبدالبصیر صمیم، ډاکټر سلیمان علیزاده او د جوند ولسوالۍ د مالدارۍ او حیواني روغتیا مدیر مولوي عبدالمطلب مخلص ګډون درلود.
د لیدنې پر مهال پلاوي د سیمې د کبانو وضعیت او چاپېریالي شرایط له نږدې وڅېړل او د سیمې اوسېدونکو ته یې د کبانو د ارزښت، د اوبو د طبیعي سرچینو د ساتنې او د کبانو د ناقانونه ښکار د مخنیوي په اړه اړینې سپارښتنې وکړې. همدارنګه، د کبانو د نسل د دوام او د طبیعي چاپېریال د خوندیتوب لپاره د خلکو پر همکارۍ او د طبیعي سرچینو پر مسؤلانه کارونې ټینګار وشو.
د بادغیس د کرنې ریاست اړوند مسؤلین وایي، د قدرتي سرچینو ساتنه او د کبانو د ژوندانه د چاپېریال خوندیتوب د اوبو د ایکوسیستم د توازن او د ژوندیو موجوداتو د نسل د دوام لپاره مهم دي؛ له همدې امله، د داسې سیمو څارنه او د خلکو پوهاوی د طبیعي شتمنیو په ساتنه کې مهم رول لري.
د جوند ولسوالی د آب‌پوده سیمه د بادغیس ولایت له تاریخي، سیاحتي او طبیعي ښکلاوو برخمنو سیمو څخه ده، چې د عالمتاب په حوزه کې د جوند ولسوالۍ له مرکز څخه شاوخوا ۱۴ کیلومتره واټن لري. د دې سیمې د طبیعي سرچینو ساتنه، د کبانو د ناقانونه ښکار مخنیوی او د اوبو د سرچینو خوندي ساتل د سیمې د چاپېریالي ارزښتونو د دوام او د طبیعي ژوند د خوندیتوب لپاره ځانګړی اهمیت لري.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS