د کرنې وزارت د څېړنو لوی رییس: په خوست کې د اصلاح شوو تخمونو د تولید او کرنیزو څېړنو د پیاوړتیا لپاره لازم ملاتړ کوو

mail-admin
Wed, Oct 07 2026 9:45 AM
د کرنې وزارت د څېړنو لوی رییس: په خوست کې د اصلاح شوو تخمونو د تولید او کرنیزو څېړنو د پیاوړتیا لپاره لازم ملاتړ کوو

۱۴ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د څېړنو لوی رییس مولوي نصرت الله طلحه او د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي شېر محمد ذبیح په لیدنه کې، په دغه ولایت کې د کرنیزو څېړنو د پراختیا، د اصلاح شوو تخمونو د تولید او پروسس او د څېړنیزو فارمونو د فعالیتونو د پیاوړتیا په اړه خبرې وشوې.
په دې لیدنه کې د خوست ولایت د کرنیزو څېړنو د پراختیا، د اصلاح شوو تخمونو د تولید او پروسس، د څېړنیزو فارمونو د فعالیتونو د پیاوړتیا او د کرنیزو څېړنو د ظرفیتونو د لوړولو په اړه هر اړخیز بحث وشو.
د څېړنو لوی رییس مولوي نصرت الله طلحه د خوست ولایت د کرنې ریاست اړوند د څېړنیو لوی مدیریت د متخصصینو او کارکوونکو هڅې او فعالیتونه وستایل او د اصلاح شوو تخمونو د تولید، پروسس او ترویج پر اهمیت یې ټینګار وکړ.
نوموړي ډاډ ورکړ چې د خوست ولایت د اصلاح شوو تخمونو د تولید د کچې لوړولو، د اصلاح شوو غنمو د تخمونو د پروسس ماشین د نصب او ترمیم او د کرنیزو څېړنو د ظرفیتونو د پیاوړتیا په برخو کې به لازمې همکارۍ ترسره شي.
مولوي طلحه همدارنګه ژمنه وکړه چې د څېړنو لوی مدیریت لپاره د مناسب تعمیر د جوړولو، د شمل فارم باغ او جوارسل څېړنیز فارم د اوبولګولو سیستم د پیاوړتیا او د اړوند سربند د جوړولو په برخو کې به هم د همکارۍ لازم اقدامات ترسره شي.
په همدې حال کې، د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي شېر محمد ذبیح د کرنې وزارت د څېړنو عمومي ریاست له پاملرنې او ملاتړ څخه مننه وکړه او د خوست ولایت د کرنیزو څېړنو، اصلاح شوو تخمونو د تولید او د څېړنیزو فارمونو د فعالیتونو د پراختیا په برخو کې یې د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه وکړه.
نوموړي وویل، د خوست د کرنې ریاست به د اصلاح شوو تخمونو د تولید او ترویج، د کرنیزو څېړنو د پراختیا، د څېړنیزو فارمونو د فعالیتونو د پیاوړتیا او د بزګرانو د اړتیاوو د پوره کولو په موخه خپلو هڅو ته لا پراختیا ورکړي.
کرنیزې څېړنې او د اصلاح شوو تخمونو تولید د کرنیزو حاصلاتو د لوړولو، د اقلیمي شرایطو سره د برابر ډولونو د موندلو او بزګرانو ته د باکیفیته تخمونو د برابرولو لپاره مهم رول لري. په همدې موخه د کرنې وزارت د څېړنو عمومي ریاست د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د څېړنیزو فارمونو د فعالیتونو د پیاوړتیا، د اصلاح شوو تخمونو د تولید او پروسس او د کرنیزو څېړنو د پراختیا لپاره هڅې کوي.


رئیس عمومی تحقیقات وزارت زراعت: برای تولید تخم‌های اصلاح‌شده و تقویت تحقیقات زراعتی در خوست حمایت‌های لازم را انجام می‌دهیم
۱۴ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۳ ربیع‌الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
در دیدار مولوی نصرت‌الله طلحه، رئیس عمومی تحقیقات وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، با مولوی شیرمحمد ذبیح، رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت خوست، پیرامون توسعه تحقیقات زراعتی، تولید و پروسس تخم‌های اصلاح‌شده و تقویت فعالیت‌های فارم‌های تحقیقاتی در این ولایت گفتگو شد.
در این دیدار، در مورد توسعه تحقیقات زراعتی در ولایت خوست، تولید و پروسس تخم‌های اصلاح‌شده، تقویت فعالیت‌های فارم‌های تحقیقاتی و ارتقای ظرفیت‌های تحقیقات زراعتی، بحث همه‌جانبه صورت گرفت.
رئیس عمومی تحقیقات، تلاش‌ها و فعالیت‌های متخصصان و کارمندان مدیریت عمومی تحقیقات مربوط ریاست زراعت ولایت خوست را ستایش کرده و بر اهمیت تولید، پروسس و ترویج تخم‌های اصلاح‌شده تأکید کرد.
مولوی طلحه اطمینان داد که در زمینه افزایش سطح تولید تخم‌های اصلاح‌شده در ولایت خوست، نصب و ترمیم ماشین پروسس تخم اصلاح‌شده گندم و تقویت ظرفیت‌های تحقیقات زراعتی، همکاری‌های لازم انجام خواهد شد.
وی همچنان تعهد کرد که در زمینه ساخت تعمیر مناسب برای مدیریت عمومی تحقیقات، تقویت سیستم آبیاری باغ فارم شمل و فارم تحقیقاتی جوارسل و ساخت بند مربوط آن نیز اقدامات لازم برای همکاری انجام خواهد شد.
در همین حال، مولوی شیرمحمد ذبیح، رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت خوست، از توجه و حمایت ریاست عمومی تحقیقات وزارت زراعت قدردانی کرده و خواهان همکاری بیشتر در زمینه تحقیقات زراعتی، تولید تخم‌های اصلاح‌شده و توسعه فعالیت‌های فارم‌های تحقیقاتی در این ولایت شد.
وی گفت که ریاست زراعت خوست در راستای تولید و ترویج تخم‌های اصلاح‌شده، توسعه تحقیقات زراعتی، تقویت فعالیت‌های فارم‌های تحقیقاتی و تأمین نیازمندی‌های دهقانان، تلاش‌های خود را بیشتر خواهد کرد.
تحقیقات زراعتی و تولید تخم‌های اصلاح‌شده در افزایش حاصلات زراعتی، شناسایی انواع سازگار با شرایط اقلیمی و فراهم‌سازی تخم‌های باکیفیت برای دهقانان نقش مهم دارد. به همین منظور، ریاست عمومی تحقیقات وزارت زراعت، آبیاری و مالداری برای تقویت فعالیت‌های فارم‌های تحقیقاتی، تولید و پروسس تخم‌های اصلاح‌شده و توسعه تحقیقات زراعتی در ولایت‌های مختلف کشور تلاش می‌کند.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS