پکتیا کې د بدیل معیشت د پیاوړتیا په موخه ۴۸ بزګرانو ته د زعفرانو پیاز ووېشل شول

mail-admin
Wed, Sep 23 2026 1:01 PM
پکتیا کې د بدیل معیشت د پیاوړتیا په موخه ۴۸ بزګرانو ته د زعفرانو پیاز ووېشل شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د کرنې، اوبو لګولو او مالدراۍ وزارت له لوري د زعفرانو د کښت د ترویج، د بزګرانو د عوایدو د لوړولو او د زعفرانو د ننداریزو قطعو د جوړولو په موخه، د دې ولایت د مرکز په ګډون زرمت، روحاني بابا او ځاځي اریوب ولسوالیو کې ۴۸ تنو بزګرانو ته ټولټال ۱۹،۲۰۰ کیلوګرامه د زعفرانو پیاز ووېشل شول.
د وېش په مراسمو کې د ۴۸ تنو بزګرانو لپاره  ۴۸ نیم‌جریبه ننداریزو کروندو د جوړولو په موخه، هر بزګر ته ۴۰۰ کیلوګرامه د زعفرانو پیاز ورکړل شول.
په دغه پروګرام کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت پلاوي، د پکتیا کرنې ریاست د کرنیزو چارو آمر عبدالله حلیم‌زي، د کرنیزو چارو عمومي مدیر عزیزالله کریمي، د ریاست یو شمېر کارکوونکو او بزګرانو ګډون کړی و.
د پکتیا کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمر عبدالله حلیم‌زي ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، چې د زعفرانو دغه ننداریزې قطعې د زعفرانو د کښت د دودولو، د بزګرانو د عوایدو د لوړولو او د بدیلو عایداتي سرچینو د رامنځته کولو په موخه جوړېږي.
نوموړي زیاته کړه، چې زعفران د هېواد له مهمو او لوړ ارزښت لرونکو کرنیزو محصولاتو څخه دي او د پکتیا ولایت له اقلیمي شرایطو او د ځمکې له خاورو سره ښه توافق لري. د نوموړي په وینا، د زعفرانو د کښت پراختیا او دودول کولای شي د بزګرانو د عوایدو په لوړولو او د هغوی د اقتصادي ستونزو په راکمولو کې اغېزمن رول ولوبوي.
په پای کې یاد پلاوي په خپلو خبرو کې د زعفرانو د ارزښت او اهمیت په اړه مفصلې څرګندونې وکړې او له بزګرانو یې وغوښتل، چې د زعفرانو د کښت، روزنې، پالنې، ساتنې او منظمې اوبه‌خورۍ په برخو کې لازمې پاملرنې او هڅو ته دوام ورکړي، څو له دغو ننداریزو قطعو څخه مطلوبه او اغېزمنه پایله ترلاسه شي.
د یادونې وړ ده، چې یادو بزګرانو ته د زعفرانو د کښت، روزنې او اوبه‌خورۍ په برخه کې عملي او نظري زده‌کړې هم ورکړل شوې. د دې پروژې ټولیز لګښت څه باندې ۱.۹ میلیونه افغانۍ اټکل شوی دی.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS