هلمند کې د دوه زره جریبه کرنیزې ځمکې د بیا رغونې په‌پار د زهکشۍ کانال د پاکولو پروژه پیل شوه

mail-admin
Sun, Sep 20 2026 10:54 AM
هلمند کې د دوه زره جریبه کرنیزې ځمکې د بیا رغونې په‌پار د زهکشۍ کانال د پاکولو پروژه پیل شوه

۲۸ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش 
۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د هلمند ولایت د مرکز اړوند د بولان کلي د اوبو ایستلو کانال د پاکولو پروژه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د استازو، د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مسؤلینو او یو شمېر قومي مشرانو، مخورو او سیمه‌ییزو اوسېدونکو په حضور کې پرانیستل شوه او عملي چارې یې پیل شوې.
دغه پروژه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیايي بودجې څخه د یو میلیون، ۸۴۳ زره او ۵۱۲ افغانیو په لګښت تمویلېږي او قرارداد یې له «سردار محمد نوروزي» ساختماني شرکت سره لاسلیک شوی دی.
د یاد کانال د پاکولو چارې به د ۷،۱۶ کیلومتره په اوږدوالي ترسره شي، چې له بشپړېدو سره به شاوخوا ۲ زره جریبه کرنیزه ځمکه له ولاړو اوبو څخه خلاصه او د دوه‌فصله کرنې لپاره چمتو شي.
مسؤلین وایي، د دغې پروژې پلي کېدل به د کرنیزو سیمو په پراختیا، د دایمي کاري فرصتونو په رامنځته کولو، د کرنیزو تولیداتو او حاصلاتو په زیاتوالي او د کروندګرو د اقتصادي وضعیت په ښه والي کې اغېزمن تمام شي.


آغاز پروژه پاک‌کاری کانال زهکشی برای احیای ۲ هزار جریب زمین زراعتی در هلمند
۲۸ سنبله ۱۴۰۵ هـ.ش
پروژه پاک‌کاری کانال زهکشی قریه بولان مربوط مرکز ولایت هلمند، با حضور نمایندگان وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، مسؤولان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری هلمند و شماری از بزرگان، متنفذین و باشندگان محل افتتاح و کار عملی آن آغاز شد.
این پروژه با هزینه یک میلیون و ۸۴۳ هزار و ۵۱۲ افغانی از بودجه انکشافی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری تمویل و قرارداد آن با شرکت ساختمانی سردار محمد نوروزی عقد شده است.
کانال یادشده به طول ۷.۱۶ کیلومتر پاک‌کاری خواهد شد که با تکمیل آن، حدود ۲ هزار جریب زمین زراعتی از آب‌های ایستاده رها شده و برای کشت و زراعت دو فصله آماده خواهد شد.
مسؤولان می‌گویند که تطبیق این پروژه در توسعه ساحات زراعتی، ایجاد زمینه اشتغال دایمی، افزایش تولیدات و محصولات زراعتی و بهبود وضعیت اقتصادی زراعت‌پیشگان مؤثر خواهد بود.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS