روزګان کې د څه باندې ۲.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبولګولو پایپ‌سکیم پروژه پرانیستل شوه

mail-admin
Tue, Sep 15 2026 2:55 PM
روزګان کې د څه باندې ۲.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبولګولو پایپ‌سکیم پروژه پرانیستل شوه

۲۴ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د مرکز ترینکوټ اړوند د چنار کلي د سرکلا په سیمه کې د څه باندې دوه نیم میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبولګولو د پایپ‌سکیم پروژه په رسمي ډول پرانیستل شوه.
د یادې پروژې د پرانیستې په مراسمو کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د قدرتي سرچینو معینیت سلاکار مولوي عبدالله جان «احرار» او ورسره د انجینرۍ ټیم، د روزګان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په استازیتوب د قدرتي سرچینو آمریت امر مولوي عبدالمنان «فاروقي» او انجنیر عزت‌الله «حسیني»، د سیمې قومي مشرانو او یو شمېر نورو مسؤولینو ګډون کړی و.
د روزګان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، د چنار کلي د سرکلا سیمې کروندګر له اوږدې مودې راهیسې د سېلابونو له امله د اوبولګولو له اسانتیاوو بې‌برخې شوي وو، چې د دې پروژې په پلي کېدو سره به یو ځل بیا د خپلو کرنیزو ځمکو د خړوبولو لپاره له منظمې اوبولګونې برخمن شي.
په همدې مهال، د سیمې قومي مشرانو د یادې پروژې له پلي کېدو خوښي څرګنده کړه او د اسلامي امارت له رهبرۍ او اړوندو مسؤولینو څخه یې مننه وکړه، چې د خلکو ستونزو ته یې پاملرنه کړې ده. دوی دغه پروژه د سیمې لپاره حیاتي وبلله او زیاته یې کړه چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به د اوبولګونې په برخه کې د خلکو له اوږدمهاله ستونزو څخه یوه مهمه ستونزه هواره شي.
د یادونې وړ ده، چې د اوبولګولو د اوبو د سرچینو پراختیا او د کرنیزو ځمکو لپاره د اوبو برابرول د هېواد د کرنیز سکتور د پیاوړتیا، د حاصلاتو د زیاتوالي او د بزګرانو د اقتصادي وضعیت د ښه والي په برخه کې مهم رول لري.
دیاد پایپ‌سکیم پروژې په پلي کېدو سره به هغه کروندګر چې له اوږدې مودې راهیسې د سېلابونو له امله د اوبو لګولو له اسانتیاوو بې‌برخې شوي وو، یو ځل بیا د خپلو کرنیزو ځمکو د خړوبولو لپاره لازمې اوبه ترلاسه کړي.


در ارزگان، پروژه پایپ‌سکیم آبیاری به ارزش بیش از ۲.۵ میلیون افغانی افتتاح شد
۲۴ سنبله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ رَبِیعُ‌الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
پروژه پایپ‌سکیم آبیاری به ارزش بیش از دو و نیم میلیون افغانی، در منطقه سرکلا از مربوطات قریه چنار، در مربوطات مرکز ترینکوت ولایت ارزگان، به‌گونه رسمی افتتاح شد.
در مراسم افتتاح این پروژه، مولوی عبدالله جان «احرار»، مشاور معینیت منابع طبیعی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، همراه با تیم انجنیری، مولوی عبدالمنان «فاروقی»، آمر منابع طبیعی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت ارزگان، انجینر عزت‌الله «حسینی»، بزرگان قومی منطقه و شماری از مسؤولان دیگر حضور داشتند.
بر اساس معلومات ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت ارزگان، کشاورزان منطقه سرکلا قریه چنار، از مدت‌ها به این‌سو در اثر سیلاب‌ها از امکانات آبیاری محروم شده بودند که با تطبیق این پروژه، آنان بار دیگر از آبیاری منظم برای زمین‌های زراعتی خود بهره‌مند خواهند شد.
در همین حال، بزرگان قومی منطقه از تطبیق این پروژه ابراز خرسندی کرده و از رهبری امارت اسلامی و مسؤولان مربوطه سپاس‌گزاری کردند که به مشکلات مردم توجه کرده‌اند. آنان این پروژه را برای منطقه حیاتی دانسته و افزودند که با تکمیل آن، یکی از مشکلات اساسی و دیرینه مردم در بخش آبیاری حل خواهد شد.
قابل یادآوری است که توسعه منابع آب آبیاری و فراهم‌سازی آب برای زمین‌های زراعتی، در راستای تقویت سکتور زراعت کشور، افزایش حاصلات و بهبود وضعیت اقتصادی دهقانان نقش مهمی دارد.
با تطبیق این پروژه پایپ‌سکیم، کشاورزانی که از مدت‌ها به این‌سو در اثر سیلاب‌ها از امکانات آبیاری محروم شده بودند، بار دیگر به آب مورد نیاز برای آبیاری زمین‌های زراعتی خود دسترسی خواهند یافت.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS