د پکتیکا په جاني‌خېل کې د کرنیزو ځمکو د ساتنې په‌پار د ۱۰۰ متري ګبین دېوال د جوړولو چارې روانې دي

mail-admin
Mon, Sep 07 2026 4:16 PM
د پکتیکا په جاني‌خېل کې د کرنیزو ځمکو د ساتنې په‌پار د ۱۰۰ متري ګبین دېوال د جوړولو چارې روانې دي

۱۶ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د جاني‌خېل ولسوالی اړوند د چامړي کلي کې د کرنیزو ځمکو د ساتنې، د اوبو د بهېدنې د کنټرول او د طبیعي زیانونو د مخنیوي په موخه د ۱۰۰ مترو په اوږدوالي د ګبین دېوال د جوړولو چارې روانې دي.
د پکتیکا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو د هیلټو مؤسسې له لوري د جوړېدونکي یاد ګبین دېوال له کاري بهیر څخه لیدنه کړې ده. د دې پروژې مالي ملاتړ د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» پر غاړه لري.
یاد ګبین دېوال ۱۰۰ متره اوږدوالی او ۳ متره لوړوالی لري، چې د بنسټ په برخه کې یې سور ۳ متره او په پورتنۍ برخه کې ۱ متر ټاکل شوی دی.
د پروژې په روانو کاري فعالیتونو کې اوس مهال ۱۲۵ تنه کاریګر په کار بوخت دي، چې هر یوه ته د ترسره شوو کاري فعالیتونو په بدل کې ۶۴۰۰ افغانۍ میاشتنی امتیاز ورکول کېږي.
د پروژې د تطبیق د روان بهیر له مخې، تر دې مهاله د ګبین دېوال د جوړولو چارې شاوخوا ۱۰ سلنه بشپړې شوې او پاتې چارې یې د ټاکل شوي پلان سره سم په منظم ډول دوام لري.
د پکتیکا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، د دغه ډول بنسټیزو او حفاظتي پروژو پلي کول د کرنیزو ځمکو په ساتنه، د اوبو د بهېدنې په کنټرول او د سېلابونو او نورو طبیعي زیانونو په مخنیوي کې مهم رول لري. سربېره پر دې، د پروژې د تطبیق پر مهال د سیمې اوسېدونکو ته د کاري فرصتونو په برابرېدو سره د هغوی په اقتصادي ملاتړ کې هم مرسته کېږي.
د پکتیکا د کرنې ریاست د دې پروژې له تطبیق کوونکې هیلټو مؤسسې او مالي ملاتړ کوونکي د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» څخه مننه کوي او د ورته ګټورو او بنسټیزو پروژو د اغېزمن تطبیق په برخه کې د لا زیاتې همغږۍ او دوامدارې همکارۍ ډاډ ورکوي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS