کندهار کې د نږدې ۶۰ زره کوچنیو څارویو د چیچک ناروغۍ پر وړاندې وقایوي کمپاین پیل شو

mail-admin
Mon, Aug 24 2026 5:39 PM
45654

۲ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۰ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ او د هالنډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ، د مالدارۍ آمریت تر مستقیمې څارنې لاندې د کندهار په اتو ولسوالیو کې د نږدې ۶۰ زره کوچنیو څارویو لپاره د چیچک ناروغۍ پر وړاندې وقایوي واکسیناسیون کمپاین پیل شو.
د یاد کمپاین د پیل مراسم د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ آمریت د مسؤلینو په حضور کې ترسره شول. ټاکل شوې چې د درېیو اوونیو په موده کې د مسلکي پاراوټرانو له لوري د کندهار ښار، ډنډ، ارغنداب، ژړۍ، میوند، سپین بولدک، ارغستان او خاکریز ولسوالیو کې شاوخوا ۵۹ زره او ۶۰۰ کوچني څاروي د چیچک ناروغۍ پر وړاندې واکسین شي.
د معلوماتو له مخې، د دې وقایوي کمپاین ټولیز ارزښت ۲۳۰ زره افغانۍ اټکل شوی دی.
د کمپاین موخه د کوچنیو څارویو ترمنځ د چیچک ناروغۍ د خپرېدو مخنیوی، د مالدارۍ سکتور د سالمې ودې ملاتړ، د مالدارانو اقتصادي پیاوړتیا او د احتمالي ناروغیو له امله د مالدارانو د مالي زیانونو راکمولو ته زمینه برابرول دي.
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسؤلین وايي، د څارویو د ناروغیو پر وړاندې وقایوي واکسیناسیون د مالدارۍ د ودې او د مالدارانو د شتمنیو د ساتنې لپاره مهم رول لري او هڅه کېږي چې په اړوندو سیمو کې د حیواني ناروغیو د مخنیوي په برخه کې لازم اقدامات په منظم ډول ترسره شي.
د یادونې وړ ده چې څو اوونۍ وړاندې هم د کندهار ښار او ۱۸ ولسوالیو کې د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ د شاوخوا ۹۸ زره څارویو لپاره د ناروغیو پر وړاندې وقایوي واکسیناسیون کمپاین پیل شوی و، چې د تطبیق چارې یې لا هم روانې دي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS