د هلمند د کرنې رییس د اصلاح شوو تخمونو تولیدي شرکت او د مالدارۍ آمریت چارې وارزولې

mail-admin
Mon, Aug 24 2026 8:30 AM
د هلمند د کرنې رییس د اصلاح شوو تخمونو تولیدي شرکت او د مالدارۍ آمریت چارې وارزولې

۲ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۰ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس قاري محمدنسیم (عبدالرحمن) د اصلاح شوو تخمونو د تولید له یوه خصوصي شرکت څخه لیدنه وکړه.
ددې لیدنې په ترڅ کې د هلمند دکرنې رییس د «قدرت سمیع» اصلاح شوو تخمونو د تولیدي شرکت له فعالیتونو څخه له نږدې لیدنه وکړه او د اصلاح شوو تخمونو د تولید، پروسس او کیفیت د بهیر په اړه یې اړوند مسئولینو ته لازمې لارښوونې وکړې. 
نوموړي د اصلاح شوو تخمونو تولید د کرنیزو حاصلاتو د لوړولو او د بزګرانو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره مهم وباله او د معیاري او باکیفیته تخمونو پر تولید یې ټینګار وکړ.
دغه راز د هلمند دکرنې رییس د مالدارۍ آمریت له آمر او کارکوونکو سره ګډه غونډه ترسره کړ. په دې ناسته کې د مالدارۍ آمریت د فعالیتونو، شته ستونزو او کاري اړتیاوو په اړه هر اړخیز بحث وشو.
د مالدارۍ آمریت آمر او کارکوونکو خپلې ستونزې او وړاندیزونه د هلمند دکرنې رییس سره شریک کړل، چې دکرنې رییس د هغوی خبرې واورېدې او د شته ستونزو د حل، د کاري بهیر د لا ښه والي او د مالدارۍ د خدمتونو د پیاوړتیا په برخه کې یې د لازمې همکارۍ او جدي پاملرنې ډاډ ورکړ.
د یادې لیدنې او ناستې موخه د کرنیزو چارو د کیفیت لوړول، د اصلاح شوو تخمونو د تولید بهیر پیاوړی کول، د مالدارۍ خدماتو ته وده ورکول او د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته پر وخت رسېدنه ده.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS