د بیلاروس له «بلاز» فابریکې څخه د افغانستان د اسلامي امارت د پلاوي لیدنه

user-admin
Thu, Aug 20 2026 9:44 AM
د بیلاروس له «بلاز» فابریکې څخه د افغانستان د اسلامي امارت د پلاوي لیدنه


۲۹ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان د اسلامي امارت پلاوي د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ، بیلاروس جمهوریت ته د خپل سفر په ترڅ کې، په منسک ښار کې د «بلاز» (BelAZ» شرکت له فابریکې څخه لیدنه وکړه.
د افغانستان د اسلامي امارت پلاوي د دې فابریکې له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه او د «بلاز» شرکت چارواکو د دې شرکت د تاریخچې، فعالیتونو او د ماشینونو د تولید د پروسې په اړه معلومات وړاندې کړل.
د «بلاز» شرکت د بېلابېلو درنو ماشینونو، په ځانګړې توګه د ډامپ ټرکونو، اکسکواتورونو، رولرونو او نورو درنو تجهیزاتو د تولید په برخه کې فعالیت کوي. په دې فابریکه کې تولید شوي ډامپ ټرکونه د افغانستان د کانونو په ایستلو او د ودانیزو او بنسټیزو پروژو په پلي کولو کې کارول کېدای شي.
د دې لیدنې په لړ کې، د درنو ماشینونو په برخه کې د افغانستان او بیلاروس ترمنځ د همکاریو د زمینو، د تجربو د لېږد او د تخنیکي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې اترې وشوې او دواړو لورو په دې برخه کې د ګډو همکاریو پر پراخولو چمتووالی وښود


بازدید هیئت  امارت اسلامی افغانستان از کارخانه بلاز بلاروس
۲۹ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
هیئت  امارت اسلامی افغانستان به رهبری مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری، در جریان سفر به جمهوری بلاروس، از کارخانه شرکت «بلاز» (BelAZ) در شهر منسک بازدید کرد.
هیئت  امارت اسلامی افغانستان از بخش‌های مختلف این کارخانه دیدن کرد و مسئولان شرکت بلاز درباره تاریخچه، فعالیت‌ها و روند تولید ماشین‌آلات این شرکت معلومات ارائه کردند.
شرکت بلاز در زمینه تولید انواع ماشین‌آلات سنگین، از جمله دامپ‌تراک، اکسکاویتر، رولر و سایر تجهیزات سنگین فعالیت دارد. دامپ‌تراک‌های تولیدشده در این کارخانه می‌تواند در استخراج معادن افغانستان و اجرای پروژه‌های ساختمانی و زیربنایی مورد استفاده قرار گیرد.
در جریان این بازدید، درباره زمینه‌های همکاری میان افغانستان و بلاروس در بخش ماشین‌آلات سنگین، انتقال تجارب و توسعه همکاری‌های تخنیکی گفت‌وگو شد و دو طرف بر گسترش همکاری‌های مشترک در این زمینه اعلام آمادگی کردند.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS