ننګرهار کې د ځنګل لرونکو ولسوالیو د ولسونو د ستونزو د حل په موخه ولایتي ګډې کمېټې سیمه ییز سفرونه ترسره کړل

user-admin
Thu, Aug 20 2026 9:30 AM
ننګرهار کې د ځنګل لرونکو ولسوالیو د ولسونو د ستونزو د حل په موخه ولایتي ګډې کمېټې سیمه ییز سفرونه ترسره کړل


د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت مقام د هدایت پر بنسټ، د ځنګل لرونکو ولسوالیو د ولسونو د ستونزو د معلومولو، د هغوی د غوښتنو اورېدلو او د ستونزو لپاره د حل‌لارو موندلو په موخه یو ګډ ولایتي کمېته جوړ شوی ده.
یاده کمېټه چې د ننګرهار کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ، قول اردو، شنې قطعې او استخباراتو ریاستونو له استازو څخه جوړه شوي ده، د ځنګل لرونکو ولسوالیو د وضعیت د ارزونې او د ولسونو د ستونزو د حل په موخه یې سیمه ییز سفرونه پیل کړي دي.
د ننګرهار کرنې ریاست د قدرتي سرچینو امر قاري کاهون عبدالرحمن اتل وایي، یاد پلاوي د شیرزاد، خوږیاڼو، حصارک او سپین‌غر ولسوالیو له مسؤلینو، علماوو کرامو، ځوانانو، قومي مخورو او ولسونو سره ناستې او لیدنې ترسره کړې.
د دغو سفرونو پر مهال د ځنګلونو د غیرقانوني قطعې د مخنیوي، د عامه پوهاوي د کچې لوړولو، د جلغوزیو تر رفع حاصل پورې د غرونو د قرنطین، د ځنګل لرونکو سیمو د ولسونو د ستونزو د په نښه کولو او ورته د مناسبو حل‌لارو د موندلو په اړه خبرې او بحثونه وشول.
د کمېټې غړو د ولسونو ستونزې او غوښتنې له نږدې واورېدې او د سیمه ییز وضعیت په اړه یې لازم معلومات راټول کړل، ترڅو حقیقي معلومات له اړوندو مسؤلینو سره شریک او د ستونزو د حل لپاره عملي اقدامات ترسره شي.
د چارواکو په خبره د دغې ګډې کمېټې موخه دا ده، چې د ځنګلونو ساتنې ترڅنګ د ځنګل لرونکو ولسوالیو د خلکو ستونزو ته جدي پاملرنه وشي، د ولس او مسؤلینو ترمنځ همغږي پیاوړې او د قدرتي سرچینو د ساتنې لپاره ګډ مسؤلیت رامنځته شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS