د افغانستان اسلامي امارت پلاوي د بلاروس د منسک ټراکټور جوړولو له فابريکې څخه لیدنه وکړه
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ یو پلاوي، چې د اسلامي امارت د بېلابېلو ادارو استازي پکې شامل دي، بلاروس جمهوریت ته د خپل سفر په ترڅ کې په دغه هېواد کې د منسک ټراکټور تولیدولو له فابريکې څخه لیدنه وکړه.
د منسک فابريکې مسوولینو په دې کتنه کې، د دغه شرکت د تاریخچې په اړه د معلوماتو د وړاندې کولو ترڅنګ، په بېلابېلو پړاوونو کې د دې فابريکې د فعالیتونو، پرمختګ او تولیدي ظرفیتونو په تړاو معلومات شریک کړل.
د افغانستان اسلامي امارت پلاوي همدارنګه د دغې فابريکې د ټراکټورونو او کرنیزو ماشینونو د تولید له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه او د تولید له بهیر او د ټراکټورونو او کرنیزو تجهیزاتو له ډولونو سره بلد شول.
د منسک ټراکټور تولیدولو فابريکې اجرائیوي مرستیال د دغه شرکت ظرفیتونو ته په اشارې سره، له افغانستان سره د همکاریو د پراختیا لپاره خپل چمتووالی اعلان کړ او افغانستان ته یې د ټراکټورونو او کرنیزو ماشینونو د صادراتو ډاډ ورکړ.
دغه لیدنه د بلاروس د تولیدي ظرفیتونو د ارزونې او د اقتصادي او تخنیکي همکاریو د پراختیا، په ځانګړې توګه د افغانستان د کرنیزو ماشینونو او تجهیزاتو د تامین په برخه کې د زمینې برابرولو په موخه ترسره شوې ده.
