نورستان کې ۱۵۰۰ مالدارانو ته حیواني متراکم خوراکه ووېشل شوه

mail-admin
Mon, Aug 17 2026 8:26 AM
نورستان کې ۱۵۰۰ مالدارانو ته حیواني متراکم خوراکه ووېشل شوه

۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، ددې ولایت د مرکز پارون او وایګل ولسوالی په کچه ۱۵۰۰ مالدارانو ته حیواني متراکم خوراکه ووېشل شوه.
په دې پروګرام کې هر مالدار ته ۲۰۰ کیلوګرامه حیواني متراکم خوراکه ورکړل شوه. یاده برنامه د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د«آراې‌اې»موسسې په تخنیکي همکارۍ ترسره شوه.
د خوراکې موادو د وېش پر مهال د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن. د همکارو ادارو له مالي او تخنیکي ملاتړ څخه مننه وکړه او له مالدارانو یې وغوښتل، چې د مالدارۍ سکتور د لا پیاوړتیا لپاره هڅې وکړي، څو د حیواني محصولاتو د تولید کچه لوړه او د ګاونډیو ولایتونو بازارونو ته د دغو محصولاتو د رسولو او صادرولو زمینه برابره شي.
نوموړي همدارنګه مالداران وهڅول چې له وېشل شوې حیواني متراکمې خوراکې څخه د خپلو څارویو د اړتیاوو او مسلکي لارښوونو مطابق په سمه توګه استفاده وکړي.
په همدې حال کې، د نورستان ولایت د کرنې ریاست د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمر، ډاکټر بختیار سعید مالدارانو ته د حیواني متراکمې خوراکې د ګټو، د څارویو د تغذیې په برخه کې د هغې د اهمیت او د سمې استفادې په اړه لازم معلومات او لارښوونې وړاندې کړې.
د یاد پروګرام اساسي موخې د حیواني محصولاتو د تولید زیاتول، د څارویو د تغذیې ښه کول، د حیواني ناروغیو د مخنیوي په برخه کې ملاتړ او د مالدارانو اقتصادي پیاوړتیا بلل شوې دي.


در نورستان برای ۱۵۰۰ مالدار علوفه متراکم حیوانی توزیع شد
۲۶ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبیع‌الاول ۱۴۴۸ هـ.ق
در هماهنگی با ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت نورستان، برای ۱۵۰۰ مالدار در مربوطات مرکز پارون و ولسوالی وایگل این ولایت، علوفه متراکم حیوانی توزیع شد.
در این برنامه، به هر مالدار ۲۰۰ کیلوگرام علوفه متراکم حیوانی توزیع گردید. این برنامه با حمایت مالی سازمان جهانی غذا و زراعت ملل متحد «FAO» و همکاری تخنیکی مؤسسه «RAA» اجرا شد.
مولوی محمد ولی محسن، رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت نورستان، هنگام توزیع علوفه از حمایت مالی و تخنیکی نهادهای همکار قدردانی کرد و از مالداران خواست تا برای تقویت هرچه بیشتر سکتور مالداری تلاش کنند تا زمینه افزایش تولید محصولات حیوانی و عرضه و صادرات این محصولات به بازارهای ولایات همجوار فراهم شود.
وی همچنان از مالداران خواست تا از علوفه متراکم حیوانی توزیع‌شده، مطابق نیازهای حیوانات و رهنمودهای مسلکی، به‌گونه درست استفاده کنند.
در همین حال، داکتر بختیار سعید، آمر مالداری و صحت حیوانی ریاست زراعت نورستان، معلومات و رهنمودهای لازم را در مورد فواید علوفه متراکم حیوانی، اهمیت آن در تغذیه حیوانات و شیوه درست استفاده از آن، به مالداران ارائه کرد.
هدف اساسی این برنامه، افزایش تولید محصولات حیوانی، بهبود تغذیه حیوانات، حمایت از پیشگیری بیماری‌های حیوانی و تقویت اقتصادی مالداران عنوان شده است.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS