کونړ  کې ۶۵ بزګرانو ته د جوارو، لوبیا او شولو ننداریزو کروندو لپاره د کرنیزو توکو وېش

mail-admin
Thu, Aug 13 2026 11:36 AM
کونړ  کې ۶۵ بزګرانو ته د جوارو، لوبیا او شولو ننداریزو کروندو لپاره د کرنیزو توکو وېش

٢۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیايي بودیجې په چوکاټ کې، د کونړ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو خدماتو آمریت د ترویج مدیریت له لوري ۶۵ بزګرانو ته د جوارو، لوبیا او شولو ننداریزو کروندو د جوړولو په موخه کیمیاوي سرې، د شولو د هرزه ګیاوو د کنټرول لپاره پوش ویډر او د کښت لپاره نغدي مرسته ووېشل شوه.
د یاد پروګرام له مخې، ۲۵ د جوارو، ۱۵ د لوبیا او ۲۵ د شولو بزګرانو ته کیمیاوي سرې ورکړل شوې. همدارنګه، د شولو بزګرانو ته د هرزه ګیاوو د کنټرول په موخه پوش ویډر او هر بزګر ته د کښت د لګښتونو لپاره ۱۰۰۰ افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شوه.
د کیمیاوي سرو او نورو کرنیزو توکو د وېش لړۍ مراسم د کونړ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد سرور صادق، د کرنیزو چارو امر،  محمدالله فاروقي، د کرنې کارپوه سید حفيظ الله سیدی، د پلان عمومي مدیر موسی نورزی، د ترویج عمومي مدیر حیات الله هلال، د مستوفیت نماینده او د کرنې ریاست نورو تخنیکي او فني کارمندانو په حضور کې په رسمي ډول پیل شوه.
د یادو مسؤلینو په وینا، د ننداریزو کروندو له لارې به بزګران د نوې کرنیزې ټکنالوژۍ، اصلاح شویو تخمونو او معیاري کرنیزو میتودونو عملي تجربه ترلاسه کړي، چې په پایله کې به د جوارو، لوبیا او شولو حاصلات زیات او د سیمې کرنیز تولیدات به لا وده وکړي.
دوی زیاته کړه، چې دغه ننداریزې کروندې به د نورو بزګرانو لپاره هم د عملي زده‌کړو او تجربو غوره بېلګې وي او د عصري کرنې د دودولو او پراختیا په برخه کې به مهم رول ولوبوي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS