ننګرهار کی زرګونه څارویو ته د چنجیو ضد درملو کمپاین پیل شو

mail-admin
Thu, Aug 06 2026 12:52 PM
ننګرهار کی زرګونه څارویو ته د چنجیو ضد درملو کمپاین پیل شو

١٥ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٢ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ، د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي ملاتړ او د کرنې نړۍوال سازمان( IFAD) په مالي تمویل، د ننګرهار مرکز او د دې ولایت په اتو ولسوالیو کې د څارویو لپاره د چنجیو ضد درملو کمپاین پیل شو.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس، مولوي عبدالستار محمد، وویل چې دا کمپاین په خوږیاڼو، سره رود، دره نور، کوز کونړ، کامې، بهسود، روداتو، کوټ ولسوالیو او د جلال‌آباد ښار په ناحیو کې پلي کېږي. د نوموړي په وینا، د دې کمپاین له لارې به ۸۵ زره او ۸۰۰ څارویو ته د چنجیو ضد درمل ورکړل شي، ترڅو د مالدارۍ سکتور پیاوړی او د څارویو د ناروغیو مخنیوی وشي.
نوموړي زیاته کړه، د کمپاین ترڅنګ به مالدارانو ته د څارویو د ناروغیو د مخنیوي، متوازنې تغذیې، د لبنیاتو د حفظ‌الصحې او د مالدارۍ اړوند نورو مهمو موضوعاتو په اړه عامه پوهاوی هم ورکړل شي.
د یادونې وړ ده، چې د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې د ننګرهار د مالدارۍ سکتور د ودې او پیاوړتیا په موخه په بېلابېلو برخو کې اغېزمنې مرستې او پروګرامونه پلي کړي.


کمپاین تطبیق دواهای ضد کرم برای هزاران رأس مواشی در ننگرهار آغاز شد
۱۵ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
با هماهنگی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت ننگرهار، با حمایت تخنیکی کمیته هالند برای افغانستان و تمویل مالی صندوق بین‌المللی انکشاف زراعت (IFAD)، کمپاین تطبیق دواهای ضد کرم برای مواشی در مرکز ننگرهار و هشت ولسوالی این ولایت آغاز شد.
مولوی عبدالستار محمد، رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت ننگرهار، گفت که این کمپاین در ولسوالی‌های خوگیانی، سرخ‌رود، دره نور، کوزکنر، کامه، بهسود، رودات، کوت و همچنان در نواحی شهر جلال‌آباد تطبیق می‌شود.
وی افزود که در جریان این کمپاین، برای ۸۵ هزار و ۸۰۰ رأس مواشی دواهای ضد کرم تطبیق خواهد شد تا از شیوع بیماری‌های حیوانی جلوگیری شده و زمینه تقویت سکتور مالداری فراهم گردد.
به گفته وی، همزمان با اجرای این کمپاین، برای مالداران نیز در زمینه پیشگیری از بیماری‌های حیوانی، تغذیه متوازن مواشی، حفظ‌الصحه لبنیات و سایر موضوعات مهم مرتبط با مالداری، برنامه‌های آگاهی‌دهی برگزار خواهد شد.
گفتنی است که کمیته هالند برای افغانستان، به‌منظور رشد و تقویت سکتور مالداری در ولایت ننگرهار، در بخش‌های مختلف برنامه‌ها و کمک‌های مؤثری را تطبیق کرده است.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS