کابل کې څه باندې ۴۰۰ مستحقو کورنیو ته د چرګانو او وزو وېش لړۍ پیل شوه

mail-admin
Wed, Aug 05 2026 9:08 AM
توزیع مرغ‌ و بز به بیش از ۴۰۰ خانواده مستحق در کابل آغاز شد

د کابل ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست، د افغانستان لپاره د کلیو بیاودانولو ادارې «آرآراې‌اې»، په همکارۍ ددې ولایت په خاکجبار او سروبي ولسوالیو کې« په افغانستان کې د اغېزمنو ټولنو د هوساینې او پیاوړتیا» تر عنوان لاندې پروژه پلې کړې، چې د ډنمارک د کډوالو شورا «ډي‌ارسي» له خوا تمویلېږي.
د دغې پروژې اساسي موخه د خوړو د خوندیتوب پیاوړتیا، د معیشت ښه والی، د کورنیو د عاید لوړول او د زیانمنو کورنیو د اقتصادي مقاومت زیاتول دي، ترڅو د دوامدارې مالدارۍ او ځان‌بسیاینې لپاره مناسب فرصتونه رامنځته شي.
د پروژې په چوکاټ کې به د خاکجبار او سروبي ولسوالیو ۴۰۷ مستحقو کورنیو ته د چرګانو او وزې ووېشل شي. د همدې لړۍ په لومړي پړاو کې ۲۰۶ مستحقو ګټه‌اخیستونکو ته د بلاربو او یا شېدې ورکوونکې وزې ووېشل شوې.
د معلوماتو له مخې، هر ګټه‌اخیستونکي ته دوه بلاربې وزې، ۱۰۰ کیلوګرامه د څارویو د خوراک دانه او دوه بوتله د چینجیو ضد درمل (ډیورمر) ورکړل شول، ترڅو د مالدارۍ د تولید کچه لوړه او د څارویو روغتیا خوندي وساتل شي.
د مرستو د وېش بهیر د کابل ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ څانګې د آمر اعجاز احمد صالحي، د سروبي ولسوالۍ د مرستیال، او د خاکجبار او سروبي ولسوالیو د کرنې مدیریتونو د استازو په حضور کې، په شفاف او منظم ډول ترسره شو.
د کابل د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسؤلینو وویل، چې د دغسې پروژو پلي کېدل د کلیوالو کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا، د مالدارۍ د ودې، د خوړو د خوندیتوب د ښه والي او د زیانمنو کورنیو د ژوند د شرایطو د ښه کېدو لپاره مهم ګام ګڼل کېږي.
د یادونې وړ ده، چې د یادې پروژې په بشپړېدو سره به سلګونه مستحقې کورنۍ د مالدارۍ له لارې د دوامدار عاید سرچینې ترلاسه کړي، چې دا به د فقر د کمولو، د خوړو د خوندیتوب د پیاوړتیا او د کلیوالو سیمو د اقتصادي ودې په برخه کې د پام وړ اغېز ولري.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کلیوالي کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا، د مالدارۍ د ودې او د خوړو د خوندیتوب د ښه والي په موخه، د نړیوالو همکارو بنسټونو په ملاتړ بېلابېلې پراختیايي پروژې پلي کوي. دغه پروژې د مالدارۍ د تولیداتو د زیاتوالي، د کورنیو د عاید لوړولو او د زیانمنو ټولنو د اقتصادي مقاومت د پیاوړتیا لپاره مهم رول لري.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS