د ننګرهار کوټ کې د ډواني عمرخېل کانال د پاک‌کارۍ چارې په چټکۍ روانې؛ ۱۵۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې

mail-admin
Sun, Aug 02 2026 3:15 PM
د ننګرهار کوټ کې د ډواني عمرخېل کانال د پاک‌کارۍ چارې په چټکۍ روانې؛ ۱۵۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې

۱۱ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۸ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت د کوټ ولسوالی د ډواني عمرخېل کانال د پاک‌کارۍ چارې د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د افغانستان د کلیو او بیاودانولو مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «کورډیډ»مؤسسې په مالي ملاتړ په چټکۍ سره روانې دي، چې د اوبو د مدیریت د ښه والي ترڅنګ یې ۱۵۰۰ تنه د سیمې اوسېدونکو ته د لنډمهاله کار زمینه هم برابره کړې ده.
یاد کانال ۴.۵ کیلومتره اوږدوالی لري او د پاک‌کارۍ له بشپړېدو وروسته به د سیمې کرنیزو ځمکو ته د اوبو رسونه منظم او اغېزمنه شي. د پروژې په لړ کې ۱۵۰۰ تنو ته د کار زمینه برابره شوې، چې تر دې مهاله ۱۲۵۱ کارګرو ته د شل ورځني کار په بدل کې هر یوه ته ۶۰۰۰ افغانۍ نغدي مزد ورکړل شوی دی.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس، مولوي عبدالستار محمد، وویل چې د دغو کارګرو په مرسته تر اوسه ۳۴ واړه کانالونه پاک شوي او پر پاتې کانالونو هم کار په چټکۍ روان دی. د نوموړي په وینا، د یادو کانالونو له پاک‌کارۍ وروسته به شاوخوا ۶۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه په منظم ډول خړوبه شي، چې دا به د کرنیزو حاصلاتو په زیاتوالي، د اوبو د ضایعاتو په کمښت او د اوبو د اغېزمن مدیریت په برخه کې مهم رول ولوبوي.
په همدې حال کې، د افغانستان د کلیو او بیاودانولو مؤسسې د ګډ غبرګون پروژې مسؤل، محمد صالحي، وویل چې د کانالونو د پاک‌کارۍ اساسي موخه د اوبو د مدیریت ښه کول، د اوبو د ضایعاتو مخنیوی، خلکو ته د لنډمهاله کاري فرصتونو برابرول او د خوړو د خوندیتوب پیاوړتیا ده، ترڅو کورنۍ وکولای شي خپلې لومړنۍ اړتیاوې په ښه ډول پوره او پر ځان بسیاینې ته نږدې شي.
هغه زیاته کړه، چې یادې مؤسسې تر دې وړاندې هم د ننګرهار ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د اوبو د مدیریت د ښه والي لپاره د ګڼو کانالونو د پاک‌کارۍ پروژې پلې کړې دي، چې د بزګرانو او د سیمې د اوسېدونکو له مثبت هرکلي سره مخ شوې دي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS