د کرنې وزیر د ترکیې له شارژدافیر سره د سوداګریزو همکاریو د پراختیا او د ویزې اسانتیا په اړه وکتل

mail-admin
Sat, Jul 25 2026 11:28 AM
د کرنې وزیر د ترکیې له شارژدافیر سره د سوداګریزو همکاریو د پراختیا او د ویزې اسانتیا په اړه وکتل

۳ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۰ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په افغانستان کې د ترکیې له شارژدافیر ساډین اییلډیز سره په لیدنه کې د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا، د کرنیزو محصولاتو د صادراتو پر زیاتوالي او سوداګرو او ناروغانو لپاره د ویزې اسانتیاوو پر برابرولو ټینګار وکړ.
په دې غونډه کې، د کرنې وزیر د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا غوښتنه وکړه، ترڅو د افغانستان کرنیزې محصولات ترکیې ته او له هغه ځایه د دریمې نړۍ بازارونو ته صادر شي. هغه د سوداګرو او ناروغانو لپاره د ویزې ورکولو په پروسه کې د ډېرو اسانتیاوو په رامنځته کولو هم ټینګار وکړ.
په همدې حال کې، ساډین اییلډيز د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ او ویې ویل، چې ترکیه د معتبرو او جدي سوداګرو لپاره د ویزې اسانتیاوې برابروي او د همکارۍ ادارو، په ځانګړې توګه د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ ادارې (ټيکا) له لارې د افغان بزګرانو لپاره د ملاتړ پروګرامونه هم ملاتړ کړي دي.
تر اوسه پورې ترکیې د کرنې وزارت سره د اصلاح شویو تخمونو، کرنیزو تخمونو وېشلو او په افغانستان کې د کرنیزو محصولاتو د بازار موندنې په برخو کې همکاري کړې ده.


وزیر زراعت با شارژدافیر ترکیه درباره گسترش همکاری‌های تجاری و تسهیلات ویزه دیدار کرد
۳ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری، در دیدار با سادین آییلدیز شارژدافیر کشور ترکیه در افغانستان، بر گسترش روابط تجاری، افزایش صادرات محصولات زراعتی و فراهم‌سازی تسهیلات ویزه برای تجاران و بیماران تأکید کرد.
وزیر زراعت در این دیدار خواستار تقویت هماهنگی میان تجاران دو کشور شد تا محصولات زراعتی افغانستان به ترکیه و از آنجا به بازارهای کشورهای سوم صادر شود. وی همچنین بر ایجاد سهولت‌های بیشتر در روند صدور ویزه برای تجاران و بیماران تأکید کرد.
در همین حال، سادین آییلدیز با تأکید بر توسعه روابط تجاری میان دو کشور گفت که ترکیه برای تجاران معتبر و جدی تسهیلات ویزه فراهم می‌کند و از طریق نهادهای همکاری، به‌ویژه اداره همکاری و هماهنگی ترکیه (تیکا)، از برنامه‌های حمایتی برای دهقانان افغانستان نیز پشتیبانی کرده است.
ترکیه تاکنون در بخش‌های توزیع تخم‌های اصلاح‌شده بذری، نهال‌های مثمر و بازاریابی محصولات زراعتی افغانستان با وزارت زراعت همکاری داشته است.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS