کرنې وزارت کې د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د نندارتون د جوړېدو په موخه د همغږۍ غونډه دایره شوه

mail-admin
Sun, Jul 19 2026 4:00 PM
وزارت زراعت برای برگزاری نمایشگاه محصولات زراعتی و مالداری افغانستان نشست هماهنگی برگزار کرد

۲۸ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د نندارتون د لا ښه ترسره کېدو په موخه، د ملي او نړۍوالو بنسټونو د همکارۍ او همغږۍ د جلبولو په‌پار ګډه غونډه جوړه کړه، چې په کې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د تولیداتو خونې مسؤلینو، د همکارو مؤسسو استازو، د یاد وزارت رییسانو او سلاکارانو ګډون کړی و.
په دې غونډه کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د کرنیزو نندارتونونو د جوړېدو پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د بزګرانو او مالدارانو د محصولاتو لپاره د مناسب بازار رامنځته کول، د هېواد د تولیدي وړتیاوو معرفي کول او د تولیدوونکو، پانګه‌والو او خصوصي سکټور ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا د کرنې وزارت له لومړیتوبونو څخه دي. نوموړي له ملي او نړۍوالو مؤسسو وغوښتل، چې د لازمې همکارۍ او همغږۍ له لارې د دغه نندارتون په بریالي ترسره کېدو کې فعاله ونډه واخلي.
مولوي عثماني زیاته کړه، چې د کرنې وزارت تل هڅه کړې، څو د تولیداتو د زیاتوالي ترڅنګ د کرنیزو محصولاتو د بازارموندنې او پلور زمینه هم برابره کړي، او د تخصصي نندارتونونو جوړول کولای شي د کورنیو تولیداتو په معرفي کولو، د بازار په پراختیا او د بزګرانو او مالدارانو په ملاتړ کې مهم رول ولوبوي.
ورپسې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د تولیداتو خونې د مدیره پلاوي لوی رییس، خان‌محمد فروتن، د نندارتون د جوړېدو لپاره د ترسره شویو چمتووالي په اړه معلومات وړاندې کړل، او ګډونوالو هم د دې غونډې د لا ښه ترسره کېدو لپاره خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS