د پکتیا سید کرم کې ۷۵۰ هکټاره ځنګل او ځنګل بڼ جوړیږي

content_admin
Tue, Feb 18 2020 3:45 PM
 د پکتیا سید کرم کې ۷۵۰ هکټاره ځنګل او ځنګل بڼ جوړیږي

۲۹ سلواغه ۱۳۹۸
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د دې ولایت د طبیعي ځنګلونو د خوندي کولو او بیا رغونې په پار هلې ځلې کړندي کړي دي، په همدې موخه ددې ولایت په سید کرم ولسوالۍ کې ۷۵۰ هکټاره ځنګل او ځنګل بڼ جوړیږي.
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې دوی په دې ولایت کې د طبیعي ځنګلونو د بیارغونې په پار هلې ځلې کوي او د دغو ځنګلونو د بیارغونې په پار یو شمېر قوریه لرونکو ته روزنیز پروګرامونه هم جوړ کړي او ترڅنګ یې په دې ولایت کې د جلغوزې او غوزانو قوریې هم جوړې کړي دي.
د پکتیا د کرنې رییس وویل، چې د ۷۵۰ هکټاره ځنګل او ځنګل بڼ له ډلې ۲۵۰ هکټار یې د چهارمغزو ونو او پاتې ۵۰۰ هکټار یې ځنګل بڼ جوړیږي.
پکتیا د افغانستان د جلغوزیو او چارمغزو د ځنګلونو له برخمنو ولايتونو څخه دي، چې د دغو ځنګلونو یوه برخه له منځه تللې، خو اوس د کرنې وزارت د جلغوزیو ځنګلونو د بيا رغونې په هڅه کې دي.

Latest news

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

Mon, Aug 09 2021 12:36 PM
Background image

Three vegetable and fruit processing centers equipped in Balkh

Asad 18: August 9, 2021
Balkh Directorate of Agriculture, through a program to support to national priority program 2, with joint investment of 30% of the private sector and 70% of the. . .

BACK TO NEWS