د کرنې او مالدارۍ مرستیال د «امید بهار» شرکتونو له مجتمع څخه لیدنه وکړه

mail-admin
Sat, Jul 18 2026 2:54 PM
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د «امید بهار» شرکتونو له مجتمع څخه لیدنه وکړه

۲۷ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال، مولوي صدراعظم عثماني، د کابل د پل‌چرخي صنعتي پارکونو کې د «امید بهار» د جوس او لبنیاتو د شرکتونو له مجتمع څخه لیدنه وکړه او د اسلامي امارت له لوري یې د کورنیو تولیدي شرکتونو پر ملاتړ او د تولیداتو پر معیاري کولو ټینګار وکړ.
په دې لیدنه کې، چې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې د مشرتابه پلاوي او د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق رییس، انجنیر عبدالغفور غفاري، هم ګډون کړی و، د شرکت د پروسس، بسته‌بندۍ، د محصولاتو د راټولولو او لېږد برخې وکتل شوې.
د شرکت مسؤلینو د خپلو فعالیتونو او تولیدي ظرفیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه، چې په نږدې راتلونکي کې به په دې شرکت کې ۲۰ میلیونه امریکایي ډالر نوره پانګونه هم وکړي.
همدارنګه، د دې لیدنې پر مهال د شېدو د راټولولو لارو چارو، صادراتو او وارداتو، بسته‌بندۍ، د تولیداتو معیاري کولو، د لبنیاتو او مېوو د جوسونو د تولید او پروسس د پراختیا، د ځمکې د اجارې، مالیاتي تعرفو او د تولیدي شرکتونو د ظرفیت لوړولو په اړه هر اړخیز بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
په همدې حال کې، د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې رییس، خان محمد فروتن، په کورنیو فابریکو کې د هېواد د کرنیزو، بڼوالۍ او مالدارۍ محصولاتو پر لا زیاتې استفادې ټینګار وکړ او د کورنیو تولیداتو د پیاوړتیا لپاره یې د دولتي ادارو او خصوصي سکټور ترمنځ نږدې همکاري اړینه وبلله.
د«امید بهار» شرکت د مېوو، جوس او لبنیاتو د پروسس، بسته‌بندۍ، تولید او صادراتو له مخکښو کورنیو شرکتونو څخه دی، چې د میلیونونو ډالرو په پانګونې سره له یوې لسیزې راهیسې په دې برخه کې فعالیت کوي.


بازدید معین زراعت و مالداری از مجتمع شرکت‌های امید بهار
۲۷ سرطان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، از مجتمع شرکت جوس و لبنیات امید بهار در پارک‌های صنعتی پل‌چرخی کابل بازدید کرد و بر حمایت امارت اسلامی افغانستان از شرکت‌های تولیدی داخلی و معیاری‌سازی تولیدات تأکید نمود.
در این بازدید که با همراهی هیئت مدیره اتاق زراعت و مالداری افغانستان و انجینر عبدالغفور غفاری رئیس صندوق  و جهی انکشاف زراعتی انجام شد، از بخش‌های پروسس، بسته‌بندی، جمع‌آوری و انتقال محصولات این شرکت دیدن به‌عمل آمد. مسئولان شرکت نیز در مورد فعالیت‌ها و ظرفیت تولیدی آن معلومات ارائه کرده و اعلام کردند که در آینده نزدیک ۲۰ میلیون دالر دیگر در این شرکت سرمایه‌گذاری خواهند کرد.
همچنین، در جریان این بازدید درباره روش‌های جمع‌آوری شیر، صادرات و واردات، بسته‌بندی، معیاری‌سازی و توسعه تولید و پروسس محصولات لبنی و نوشابه‌های میوه‌ای، همچنان موضوع اجاره زمین، تعرفه‌های مالیاتی و افزایش ظرفیت شرکت‌های تولیدی بحث و تبادل نظر صورت گرفت.
در همین حال، خان‌محمد فروتن رئیس اتاق زراعت و مالداری افغانستان، بر استفاده بیشتر از محصولات زراعتی، باغداری و مالداری کشور در فابریکه‌های داخلی تأکید کرده و همکاری نزدیک میان نهادهای حکومتی و سکتور خصوصی را برای تقویت تولیدات داخلی ضروری دانست.
شرکت امید بهار یکی از شرکت‌های فعال در بخش پروسس، بسته‌بندی، تولید و صادرات محصولات میوه‌ای، جوس و لبنیات است که با سرمایه‌گذاری میلیون‌ها دالر، بیش از یک دهه در این عرصه فعالیت دارد.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS