کندهار کې لسګونه بزګران د اصلاح شوي مۍ (ماش) تخمونو او کیمیاوي سرو له مرستو برخمن شول

mail-admin
Thu, Jul 16 2026 8:43 AM
کندهار کې لسګونه بزګران د اصلاح شوي مۍ (ماش) تخمونو او کیمیاوي سرو له مرستو برخمن شول

۲۵ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۳۰ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق 
د کندهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي، د کرنیزو تولیداتو د زیاتوالي، د خوړو خوندیتوب د پیاوړتیا او د بزګرانو د اقتصادي وضعیت د ښه والي په موخه، ۱۶۵ تنو مستحقو بزګرانو ته د اصلاح شوي مۍ (ماش) تخمونه، کیمیاوي سرې او عضوي سره ووېشل شوه.
دغه پروګرام د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «کې‌اراو» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د کندهار ښار، لوړ شاولیکوټ، ارغنداب، غورک او ارغستان کې عملي شو.
یادې مرستې د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس د لارښوونې پر بنسټ، د کندهار دکرنې ریاست د چارواکو او د «کې‌اراو» مؤسسې د مسؤلینو په حضور کې مستحقو بزګرانو ته ووېشل شوې.
د دې پروګرام له مخې، هر بزګر ته ۸ کیلوګرامه اصلاح شوی د مۍ (ماش) تخم، ۲۵ کیلوګرامه سپینه سره او ۲۵ کیلوګرامه توره سره ورکړل شوه. 
د کندهار د کرنې ریاست مسؤلین وایي، د دې پروګرام اساسي موخه د اړمنو بزګرانو ملاتړ، د مۍ (ماش) د کرکېلې دودول او پراخول، د کرنیزو حاصلاتو زیاتول، د بزګرانو د عاید لوړول، د خوړو خوندیتوب پیاوړتیا او د کرنې سکتور د ودې لپاره د مناسبو فرصتونو برابرول دي.
د یادونې وړ ده، چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د بزګرانو د ملاتړ او د هېواد د کرنیزو تولیداتو د زیاتوالي په موخه، د نړۍوالو همکارو بنسټونو په همغږۍ په بېلابېلو ولایتونو کې د اصلاح شویو تخمونو، سرو او نورو کرنیزو توکو د وېش، تخنیکي روزنو او ترویجي خدمتونو لړۍ روانه ساتلې، چې موخه یې د کرنیز سکتور پیاوړتیا او د هېواد د خوړو خوندیتوب ته زمینه برابرول دي.


ده‌ها تن از دهقانان در کندهار از تخم‌های اصلاح‌شده ماش و کودهای کیمیاوی مستفید شدند
۲۵ سرطان ۱۴۰۵ هـ.ش
۳۰ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ هـ.ق
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کندهار می‌گوید، به‌منظور افزایش تولیدات زراعتی، تقویت مصونیت غذایی و بهبود وضعیت اقتصادی دهقانان، برای ۱۶۵ تن از دهقانان مستحق، تخم‌های اصلاح‌شده ماش، کودهای کیمیاوی و کود عضوی توزیع شد.
این برنامه تحت چتر ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کندهار، با حمایت مالی سازمان خواربار و زراعت ملل متحد (FAO) و همکاری تخنیکی مؤسسه KRO، در شهر کندهار و ولسوالی‌های شاه‌ولی‌کوت، ارغنداب، غورک و ارغستان عملی شد.
این کمک‌ها براساس هدایت رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کندهار، با حضور مسئولان ریاست زراعت کندهار و مسئولان مؤسسه KRO، برای دهقانان مستحق توزیع شد.
بر اساس این برنامه، به هر دهقان ۸ کیلوگرام تخم اصلاح‌شده ماش، ۲۵ کیلوگرام کود سفید (یوریا)، ۲۵ کیلوگرام کود سیاه (DAP) و ۲۵ کیلوگرام کود عضوی توزیع شد.
مسئولان ریاست زراعت کندهار می‌گویند، هدف اساسی این برنامه حمایت از کشاورزان نیازمند، ترویج و گسترش کشت ماش، افزایش حاصلات زراعتی، بلند بردن درآمد کشاورزان، تقویت مصونیت غذایی و فراهم‌سازی فرصت‌های مناسب برای رشد سکتور زراعت است.
قابل یادآوری است که وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به‌منظور حمایت از کشاورزان و افزایش تولیدات زراعتی کشور، با هماهنگی نهادهای همکار بین‌المللی، روند توزیع تخم‌های اصلاح‌شده، کودها و سایر مواد زراعتی، همچنان ارائه آموزش‌های تخنیکی و خدمات ترویجی را در ولایت‌های مختلف ادامه داده است که هدف آن تقویت سکتور زراعت و فراهم‌سازی زمینه تأمین مصونیت غذایی کشور است.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS