بغلان کې د خټکیو او هندواڼو په حاصلاتو کې ۱۵ سلنه زیاتوالی؛ سږ کال له ۱۵۹ زره مټریک ټنو ډېر حاصل ترلاسه کېږي

mail-admin
Sun, Jul 12 2026 9:49 AM
افزایش ۱۵ درصدی حاصلات خربوزه و تربوز در بغلان؛ امسال بیش از ۱۵۹ هزار متریک تُن محصول برداشت خواهد شد

۲۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د بغلان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي، د روان کال په ترڅ کې په دې ولایت کې د خټکیو او هندواڼو په حاصلاتو کې د تېر کال په پرتله د پام وړ زیاتوالی راغلی، چې د اصلاح شویو کرنیزو لارو چارو او د کروندګرو د هڅو څرګندونه کوي.
د یاد ریاست د شمېرنو له مخې، سږ کال په بغلان ولایت کې پر ۵ زره او ۵۰ هکټاره ځمکه خټکي او هندواڼې کرل شوې دي، چې اټکل کېږي له دغو کروندو څخه به ۱۵۹ زره او ۷۵ مټریک ټنه حاصل ترلاسه شي.
د معلوماتو له مخې، تېر کال په بغلان کې پر ۴ زره او ۶۵۸ هکټاره ځمکه خټکي او هندواڼې کرل شوې وې، چې ټولیز حاصل یې ۱۳۸ زره او ۱۲۴ مټریک ټنه و. د دواړو کلونو د شمېرنو پرتله ښيي چې سږنی تولید د تېر کال په پرتله شاوخوا ۱۵ سلنه زیات شوی دی.
د بغلان د کرنې ریاست مسلکي کارکوونکي د دې زیاتوالي عمده لاملونه د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو کارول، د کرنې د ترویجي خدمتونو پراختیا، د کښت د نوې او معیاري طریقو دودول، د نباتي آفتونو او ناروغیو اغېزمن کنټرول او د کروندو د ساحې پراخېدل بولي.
بغلان د هېواد له هغو مهمو کرنیزو ولایتونو څخه دی، چې د مناسب اقلیم، حاصلخېزې خاورې او د اوبو د نسبي شتون له امله پکې د خټکیو او هندواڼو لوړ کیفیت لرونکي محصولات تولیدېږي. د دې ولایت خټکي او هندواڼې د خپل ځانګړي خوند او کیفیت له کبله د هېواد په بازارونو کې ځانګړی شهرت لري.
د یادونې وړ ده، چې په بغلان ولایت کې د خټکیو او هندواڼو ډېره کرنه د ولایت په مرکز او همدارنګه د ډنډغوري، دهنه‌غوري، بغلان مرکزي او دوشي ولسوالیو کې ترسره کېږي، او هر کال د دغو سیمو زرګونه بزګران د دغو محصولاتو له تولید او پلور څخه خپل عاید ترلاسه کوي.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS