د افغانستان د کرنې وزارت پلاوي د هند د کرنیزو څېړنو مؤسسې له چارواکو سره وکتل

mail-admin
Sat, Jul 11 2026 11:11 AM
د افغانستان د کرنې وزارت پلاوي د هند د کرنیزو څېړنو مؤسسې له چارواکو سره وکتل

۲۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت پلاوي، د هند جمهوریت ته د خپل رسمي سفر په دوام، د هند د کرنیزو څېړنو شورا او د هند د کرنیزو څېړنو انسټېټیوټ  له مسؤولینو سره وکتل او د کرنې په برخه کې یې د علمي، روزنیزو او څېړنیزو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مقام سلاکارانو عبدالولي وزیري او عبدالجلیل زاهد، او همدارنګه د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې یو شمېر مسؤولینو ګډون کړی و.
د غونډې په ترڅ کې دواړو لوریو د کرنیزو څېړنو، د علمي تجربو د تبادلې، د ګډو څېړنیزو همکاریو د پراختیا، د افغان متخصصینو د ظرفیت لوړولو او د افغانستان د کرنې سکټور د ودې لپاره له علمي لاسته راوړنو څخه د ګټې اخیستنې په اړه بحث او د نظرونو تبادله وکړه.
د هند د کرنیزو څېړنو شورا او د هند د کرنیزو څېړنو انسټېټیوټ چارواکو له افغانستان سره د همکاریو د پراختیا هرکلی وکړ او ډاډ یې ورکړ، چې په دغو علمي بنسټونو کې به هر کال د افغان زده کړیالانو او استادانو د ګډون زمینه برابره کړي او د کرنیزو څېړنو په برخه کې به خپلې همکارۍ له افغانستان سره دوامدارې وساتي.
همدارنګه دواړو لوریو هوکړه وکړه، چې د کرنې په بېلابېلو برخو کې به ګډ څېړنیز پروګرامونه ترتیب او پلي کېږي، او د پوهې، تجربو او علمي ظرفیتونو د تبادلې له لارې به د افغانستان او هند ترمنځ د کرنیزو همکاریو د لا پراختیا زمینه نوره هم برابره شي.
د یادونې وړ ده، چې د هند د کرنیزو څېړنو شورا  د دغه هېواد له سترو کرنیزو علمي او څېړنیزو بنسټونو څخه ده، چې د نباتي څېړنو، د متخصصینو د روزنې، د کرنیزو ټکنالوژیو د لېږد او نړۍوالو همکاریو په برخو کې فعالیت کوي. دغه بنسټ د خپلو علمي همکاریو په چوکاټ کې د افغانستان په ګډون د بېلابېلو هېوادونو د زده کړیالانو لپاره روزنیز پروګرامونه او تحصیلي بورسونه هم تنظیم او مدیریت کوي.
دا لیدنه هند ته د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلاوي د رسمي سفر د پروګرامونو په چوکاټ کې ترسره شوه، چې موخه یې د علمي اړیکو پیاوړتیا، د تجربو تبادله او د کرنې په برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه‌اړخیزو همکاریو پراختیا ده.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS