د افغانستان د کرنې وزیر د هند د سوداګرۍ او صنایعو خونو د فدراسیون له چارواکو سسره وکتل

mail-admin
Sat, Jul 11 2026 10:08 AM
وزیر زراعت افغانستان با مسئولان فدراسیون اتاق‌های تجارت و صنایع هند دیدار کرد

۲۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر، مولوي عطاءالله عمري، د هند جمهوریت ته د خپل رسمي سفر په دوام، د هند د سوداګرۍ او صنایعو د خونو د فدراسیون «اف‌سي‌سي‌ای» له مسؤولینو سره وکتل او د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په برخو کې یې د اقتصادي همکاریو د پراختیا او د پانګونې د جلبولو په اړه خبرې وکړې.
د کرنې وزیر په دې لیدنه کې په افغانستان کې د پانګونې پراخ ظرفیتونه او شته فرصتونه تشریح کړل او د کرنې، بڼوالۍ، مالدارۍ، د کرنیزو محصولاتو د پروسس صنعت، د اوبو د سرچینو مدیریت، اوبو لګولو او د کرنیزو محصولاتو د ارزښت ځنځیر په برخو کې د موجوده امکاناتو په یادولو سره، له هندي پانګه‌والو او شرکتونو وغوښتل، چې له دغو فرصتونو څخه ګټه واخلي او په یادو برخو کې پانګونه وکړي.
مولوي عطاءالله عمري د افغانستان او هند ترمنځ د اقتصادي همکاریو پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل، د کرنې په سکټور کې پانګونه نه یوازې د تولیداتو د زیاتوالي، د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو او د خوړو د خوندیتوب د پیاوړتیا لامل ګرځي، بلکې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا او اقتصادي اړیکو د لا ټینګېدو لپاره هم اغېزناک رول لري.
په مقابل کې، د هند د سوداګرۍ او صنایعو د خونو د فدراسیون «اف‌سي‌سي‌ای» مسؤولینو په افغانستان کې د پانګونې له ظرفیتونو او فرصتونو هرکلی وکړ او د کرنې، اوبو لګولو، مالدارۍ، غذایي صنایعو او نورو اړوندو برخو کې یې د همکاریو او پانګونې د فرصتونو د ارزونې او پراختیا لپاره خپل چمتووالی څرګند کړ.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو د اقتصادي بنسټونو ترمنځ د همکاریو پر دوام، د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د ګډو غونډو پر جوړېدو او د افغانستان او هند د شرکتونو او پانګه‌والو ترمنځ د همکاریو د زمینې پر برابرولو ټینګار وکړ، ترڅو د دواړو هېوادونو اقتصادي او سوداګریزې اړیکې لا پراخې شي.
دا لیدنه هند ته د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلاوي د رسمي سفر په چوکاټ کې ترسره شوه؛ چې موخه یې د دوه‌اړخیزو همکاریو پراختیا، د پانګونې جلبول، د تجربو تبادله او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په برخو کې د همکاریو پیاوړتیا ده.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS