د کندهار ارغستان کې د ۱.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت چکډېم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

mail-admin
Tue, Jun 30 2026 10:00 AM
د کندهار ارغستان کې د ۱.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت چکډېم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۹ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۴ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کندهار ولایت د ارغستان ولسوالی په «میوو» سیمه کې د ۱.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو زېرمه کولو یو چکډېم، د بشپړې تخنیکي څارنې او ارزونې له ترسره کېدو وروسته، په رسمي ډول ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
یاده پروژه د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه الله تعالی ورعاه د ځانګړي حکم له مخې، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي بودیجې څخه، د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ او د قدرتي سرچینو آمریت په تخنیکي همکارۍ پلې شوې ده.
د کندهار دکرنې ریاست د قدرتي سرچینو آمریت انجنیر نورمحمد همکار وویل، یاد چکډېم د دوه کلنې څارنې او ارزونې له بریالي بشپړېدو وروسته نهایي ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی. د هغه په وینا، دغه چکډېم د شاوخوا ۳۰ زره متره مکعبه باراني اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري.
نوموړي زیاته کړه، د دې چکډېم اساسي موخه د باراني اوبو زېرمه کول، د بزګرانو او مالدارانو د اوبو اړتیاوو پوره کول، د ځمکې لاندې اوبو د سطحې لوړول، د سېلابونو د زیانونو مخنیوی او د کاریزونو او نورو اوبو سرچینو پیاوړتیا ده.
د یادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې د کندهار ولایت د تخته‌پل په ولسوالی کې هم یو ستر چکډېم د بشپړې تخنیکي څارنې او ارزونې وروسته نهایي ګټې اخیستنې ته سپارل شوی و، چې د اوبو د مدیریت او قدرتي سرچینو د ساتنې په برخه کې د کرنې وزارت د دوامدارو هڅو برخه ګڼل کېږي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د هېواد د اوبو د مدیریت، د باراني اوبو د ضایع کېدو د مخنیوي، د ځمکې لاندې اوبو د کچې د لوړولو او د کرنیزو سرچینو د پیاوړتیا په موخه په بېلابېلو ولایتونو کې د چکډېمونو او نورو اوبولګولو پروژو پلي کولو ته دوام ورکړی، چې د بزګرانو او مالدارانو د اوبو ستونزو په هواري او د کرنیزو تولیداتو په زیاتوالي کې مهم رول لري.


چکددمی به ارزش ۱.۴ میلیون افغانی در ولسوالی ارغستان کندهار به بهره‌برداری سپرده شد
۹ سرطان ۱۴۰۵ هـ.ش
در منطقه «میوو» ولسوالی ارغستان ولایت کندهار، یک چکدم به ارزش ۱.۴ میلیون افغانی، پس از تکمیل نظارت و ارزیابی تخنیکی، به گونه رسمی به بهره‌برداری سپرده شد.
این پروژه براساس حکم ویژه امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه‌الله تعالی، از بودجه انکشافی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، تحت رهبری ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کندهار و با همکاری تخنیکی آمریت منابع طبیعی تطبیق شده است.
انجنیر نورمحمد همکار، آمر منابع طبیعی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کندهار، گفت که این چکدم پس از دو سال نظارت و ارزیابی موفقانه، به گونه نهایی به بهره‌برداری سپرده شده است. به گفته وی، این چکدم ظرفیت ذخیره حدود ۳۰ هزار متر مکعب آب باران را دارد.
وی افزود که هدف اساسی از ساخت این چکدم، ذخیره آب‌های بارانی، تأمین نیازهای آبی دهقانان و مالداران، بلند بردن سطح آب‌های زیرزمینی، جلوگیری از خسارات ناشی از سیلاب‌ها و تقویت کاریزها و سایر منابع آبی است.
قابل یادآوری است که چندی پیش نیز یک چکدم بزرگ در ولسوالی تخته‌پل ولایت کندهار، پس از تکمیل نظارت و ارزیابی تخنیکی، به گونه نهایی به بهره‌برداری سپرده شده بود که بخشی از تلاش‌های دوامدار وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در زمینه مدیریت آب و حفاظت از منابع طبیعی به شمار می‌رود.
وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به منظور مدیریت منابع آب کشور، جلوگیری از هدررفت آب‌های بارانی، بلند بردن سطح آب‌های زیرزمینی و تقویت منابع زراعتی، تطبیق پروژه‌های چکدم و سایر پروژه‌های آبیاری را در ولایت‌های مختلف کشور ادامه داده است. این پروژه‌ها نقش مهمی در رفع مشکلات آبی دهقانان و مالداران و افزایش تولیدات زراعتی ایفا می‌کنند.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS