فراشغان ولسوالی ته د لغمان د کرنې رییس سفر

mail-admin
Tue, Jun 23 2026 10:17 AM
فراشغان ولسوالی ته د لغمان د کرنې رییس سفر

۲ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي سلیمان ایمن په داسې حال کې، چې د قدرتي زیرمو آمر مولوي ګل رسول زبیر، د کرنې متخصص او سلاکار انجنیر سردار زیار، د ځنګلونو او ساتل شوو سیمو لوی مدیر انجینر توریالی افغان او د مالي او اداري چارو لوی مدیر انجینر عبیدالله ذکي یې ملتیا کوله، فراشغان ولسوالی ته سفر وکړ.
د سفر په ترڅ کې نوموړي پلاوي د فراشغان ولسوالی د پایتک، کیل، ګمندوک، منجغان، نیل‌خان، کارک، چاشدر او سانومیر سیمو له قومي مشرانو سره ناسته وکړه، چې د فراشغان ولسوال مولوي عبدالمؤمن منقاد هم پکې حضور درلود.
دغه سفر د ځنګلونو د ساتنې او بیا رغونې، د جلغوزیو د لس سلنه محصول، د طبي نباتاتو د ټکټانې محصول، د عشر او زکات د راټولولو او همدارنګه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ د وضعیت د ارزونې په موخه ترسره شو. پلاوي د یادو سیمو له بزګرانو، مالدارانو، بڼوالو، دطبي بوټو له کاروباریانو او د جلغوزیو د محلي تجارانو ،د لبنیاتو د تولید او خرڅلاو له کاروباریانو، د څارویو د درملنې له مسؤلینو او ولسي مشرانو سره جلا جلا ناستې ترسره کړې.
په دغو ناستو کې د لغمان د کرنې رییس مولوي سلیمان ایمن قومي مشرانو ته د ځنګلونو د تولیدي او محافظوي ګټو، د عشر او زکات د اسلامي احکامو او فضیلتونو په اړه معلومات وړاندې کړل. نوموړي له ولسي مشرانو وغوښتل چې د ځنګلونو د ساتنې لپاره ځانګړې پاملرنه وکړي او هیچا ته اجازه ور نه کړي چې دغه طبیعي شتمني زیانمنه او یا تخریب کړي.
همدارنګه، هغه د جلغوزیو د لس سلنه محصول او د طبي نباتاتو د ټکټانې محصول د راټولولو په برخه کې د ولسونو د همکارۍ غوښتنه وکړه.
په همدې مهال د قدرتي زېرمو آمر مولوي ګل رسول زبیر د ځنګلونو پر ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل: «ځنګلونه د هېواد مهمه طبیعي شتمني ده، چې تولیدي او محافظوي ګټې لري او ساتنه یې د ټولو ګډ مسؤلیت دی.» نوموړي د جلغوزیو او طبي نباتاتو د محصول د راټولولو کړنلاره هم تشریح کړه او له قومي مشرانو یې وغوښتل چې د یادو محصولاتو د عوایدو په راټولولو کې له اړوندو مسؤلینو سره همکاري وکړي.
ورته مهال د فراشغان ولسوال مولوي عبدالمؤمن منقاد د پلاوي د سفر هرکلی وکړ او له هغوی یې مننه وکړه، چې د ولسوالی د خلکو د ستونزو د تشخیص او ارزونې لپاره یې له نږدې لیدنه وکړه. نوموړي د پلاوي مشر ته ډاډ ورکړ چې د جلغوزیو او طبي نباتاتو د محصول د راټولولو په برخه کې به د کرنې ریاست له مسؤلینو سره بشپړه همکاري وکړي. همدارنګه، هغه د بزګرانو، بڼوالو او مالدارانو شته ستونزې د پلاوي له مشرتابه سره شریکې کړې.
بل لور ته د فراشغان ولسوالی اوسېدونکو د پلاوي له سفر څخه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل، چې د یادې لرې پرتې ولسوالی ستونزې له نږدې وکتل شوې او واورېدل شوې. دوی خپلې یو شمېر ستونزې او غوښتنې د پلاوي له مشرتابه سره شریکې کړې، چې د کرنې رئیس ډاډ ورکړ دغه غوښتنې به له ولایتي ادارې، د کرنې وزارت او همکارو مؤسسو سره شریکې شي او د راتلونکو پراختیایي پلانونو برخه به وګرځي.
د یادونې وړ ده، چې د سفر په ترڅ کې د لغمان د کرنې رییس ددې ولسوالی بزګران، بڼوال، مالداران او د حیواني محصولاتو کاروباریان خپلو فعالیتونو ته وهڅول او د لا ښه پرمختګ لپاره یې ورته لازمې مشورې او سپارښتنې وړاندې کړې.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS