کامدیش ولسوالی ته د نورستان دکرنې رییس سفر

mail-admin
Sun, Jun 21 2026 3:59 PM
کامدیش ولسوالی ته د نورستان دکرنې رییس سفر

 ۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن، کامدیش ولسوالی ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د ولسوالی له  ولسوال مولوي محمد طاهر حنفي سرمهمه ناسته ترسره کړه.
په دې ناسته کې د کرنې، اوبو لګولو، مالدارۍ، ځنګلونو ساتنې او پراختیا اړوند مهم موضوعات وڅېړل شول. د کرنې رییس د راتلونکو پروژو په اړه معلومات وړاندې کړل، چې پکې د اصلاح شویو کرنیزو تخمونو وېش، کیمیاوي سرو برابرول، د حیواني کلینیکونو پیاوړتیا او د حیواني ناروغیو پر ضد د واکسیناسیون پروګرامونه شامل وو.
همدارنګه د ځنګلونو د غیرقانوني پرېکولو د مخنیوي په اړه خبرې وشوې او له ولسوالی ادارې څخه وغوښتل شول، چې په دې برخه کې لازمه همکاري وکړي. د شنې قطعې له مسؤلینو سره د همغږۍ، د تشکیل د پراختیا او د ځنګلونو د ساتنې په برخه کې د شنې قطعې پر رول هم مفصل بحث وشو.
د نورستان د کرنې رییس څرګنده کړه، چې د کامدیش ولسوالی د مناسب اقلیم او چاپېریالي شرایطو له امله به د همکارو مؤسسو په همغږۍ د کرنې، مالدارۍ او ځنګلونو د پراختیا لپاره بېلابېلې پروژې پلي شي، ترڅو د خلکو اقتصادي وضعیت ښه او کرنیز سکتور لا پیاوړی شي.


سفر رئیس زراعت نورستان به ولسوالی کامدیش
۳۱ جوزا ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ هـ.ق
مولوی محمد ولی محسن رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت نورستان، در جریان سفر رسمی خود به ولسوالی کامدیش، با مولوی محمد طاهر حنفی ولسوال این ولسوالی دیدار و نشست مهمی برگزار کرد.
در این نشست، موضوعات مهم مرتبط به زراعت، آبیاری، مالداری، حفاظت و انکشاف جنگلات مورد بررسی قرار گرفت. رئیس زراعت در مورد پروژه‌های آینده معلومات ارائه کرد که شامل توزیع تخم‌های اصلاح‌شده زراعتی، فراهم‌سازی کودهای کیمیاوی، تقویت کلینیک‌های حیوانی و تطبیق برنامه‌های واکسیناسیون علیه امراض حیوانی می‌باشد.
همچنین در مورد جلوگیری از قطع غیرقانونی جنگلات گفتگو شد و از اداره ولسوالی خواسته شد تا در این زمینه همکاری لازم را انجام دهد. در کنار آن، درباره هماهنگی با مسئولان قطعه سبز، توسعه تشکیل و نقش این قطعه در حفاظت از جنگلات نیز بحث مفصل صورت گرفت.
رئیس زراعت نورستان اظهار داشت که با توجه به اقلیم مناسب و شرایط محیطی مساعد ولسوالی کامدیش، در هماهنگی با مؤسسات همکار، پروژه‌های مختلفی برای انکشاف زراعت، مالداری و جنگلات تطبیق خواهد شد تا وضعیت اقتصادی مردم بهبود یافته و سکتور زراعت بیش از پیش تقویت گردد.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS