د ننګرهار وادي کرنیز شرکت رییس د غنيخېلو نوي ښاروال سره د همغږۍ او پرمختګ پهپار ناسته وکړه
۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه.ق
د ننګرهار وادي کرنيز امارتي شرکت اجرائيوي رییس، سيد محمد نعيم (محمدي)، نن د خپل کار په دفتر کې د غنيخېلو ښاروالۍ له نوي ښاروال، قاري راز محمد جبارخېل، سره وکتل.
په دې کتنه کې د دواړو ادارو ترمنځ د متقابلو همکاريو د پياوړتيا، د ښاري خدمتونو د لا پراختيا، د عامه ګټو پروژو د ښه تنظيم او د سيمې د پرمختيايي چارو په اړه هر اړخيزې خبرې وشوې.
د ناستې پر مهال دواړو لورو د ګډو موخو د تحقق لپاره پر نږدې همغږۍ، اغېزمنو همکاريو او د ولس د ستونزو د حل په موخه پر ګډ کار، دښاري اسانتياوو د ښه والي، د چاپېريال ساتنې او د سيمې د متوازن پرمختګ لپاره د ګډو هڅو پر دوام هم توافق وشو.
