د خوست قومي مشرانو سره د عشر راټولولو پروسې د ښه تنظیم په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه

mail-admin
Mon, Jun 08 2026 1:46 PM
د خوست قومي مشرانو سره د عشر راټولولو پروسې د ښه تنظیم په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه

۱۸ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د عشر او زکات آمریتونو د خپلو دوامدارو هڅو په لړ کې، دا ځل د مرکز شمل حسن کوټ سیمه کې د عشر او زکات راټولولو بهیر د لا ښه تنظیم، شفافیت او اغېزمنتیا په موخه قومي مشرانو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه.
دغه ناسته چې د عشر او زکات آمریتونو د مسؤلینو له لوري جوړه شوې وه، پکې د عشر کارپوه عبدالمجید منیب، د عشر او زکات عوایدو د تنظیم او محاسبې عمومي مدیر ضمیر جان باوري، او د حسن کوټ درنو قومي مشرانو ګډون کړی و.
په ناسته کې د عشر او زکات د راټولولو بهیر پر مهمو موضوعاتو هر اړخیزې خبرې اترې وشوې، چې پکې د عشر او زکات راټولولو د طرزالعمل ښه والی، د شفافیت تضمین، د حساب ورکونې پیاوړتیا او د ولسي همکارۍ ارزښت ته ځانګړې پاملرنه وشوه. مسؤلینو ټینګار وکړ چې د عشر او زکات راټولول باید د اسلامي اصولو، منل شوو کړنلارو او بشپړ نظم له مخې ترسره شي.
د ناستې په ترڅ کې مسؤلینو له قومي مشرانو وغوښتل، چې د عاشرینو سره فعاله او صادقانه همکاري وکړي، ترڅو د کرنیزو حاصلاتو شرعي حق (نیمایي برخه عشر) په منظم او پر وخت راټول شي او مستحقو کسانو ته په شفاف ډول ورسېږي.
همدارنګه قومي مشرانو د کرنې ریاست له مسؤلینو سره د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ څرګند کړ او ژمنه یې وکړه، چې د عشر راټولولو په بهیر کې به لازمې اسانتیاوې رامنځته کړي او خپل ولس به وهڅوي چې د خپلو کرنیزو حاصلاتو شرعي وجیبه (نیمایي برخه عشر) په ټاکلي وخت عاشرینو ته وسپاري.
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست رهبري د دې ډول همغږیزو ناستو ترسره کول د عشر او زکات د مؤثر، شفاف او منظم مدیریت لپاره یو مهم ګام ګڼي او ژمن دی، چې په راتلونکې کې هم د ولسي مشارکت د پیاوړتیا لپاره خپلې هڅې جاري وساتي.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS