د ننګرهار حصارک کې یوشمېر حیواني او نباتي درملتونونه وڅارل شول
۱۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۵ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې حصارک ولسوالی د ترویج مدیریت ګډ پلاوي د دې ولسوالی په مرکزي بازار کې یوشمېر حیواني او نباتي درملتونونه وڅارل.
دغه څارنه بزګرانو او مالدارانو ته د معیاري چوپړونو د وړاندې کولو په پار ترسره شوي دي.
په دغه څارنه کې د حیواني او نباتي درملتونونو څارنه، د بې کیفیته او تاریخ تېرو درملو تشخیص، د درملتونونو او وترنریو پاکوالۍ او د کرنې وزارت د قوانینو پر اساس د درملتونونو جوازونو څارل شامل دي.
د دغه کنټرول څخه موخه داده، چې د بې کيفيته او تاريخ تېرو درملو پلور مخه ونیول شي، مالدار ته نسخې ورکولو، په خپل سر د هټيو پرانستل او د غير قانونې درمل پلورولو مخنيوي وشي.
دغه راز ددې کنټرول په پايله کې يو شمېر هغه هټۍ چې د فعاليت جواز وخت يې تېر و او یایې جوازونه نه درلودل سپارښتنه ور ته وشوه، چې خپل جوازونه واخلي او یایي نوي کړي.
همدارنګه درمل پلورونکو ته سپارښتنې وشوې، چې په راتلوونکې کې د غير معياري هټيو د پرانیستلو،غیر مسلکي کسانو ګمارنې، بې کيفيته درملو او واکسینو پلور او واردولو څخه په کلکه ډډه وکړي.
دغه څارنې او ارزونې ددې لامل کېږي، چې درملتونونه او د وترنرۍ د برخې فعالین خپلو مشتریانو ته معیاري او په ښه کیفیت برابر چوپړونه وړاندې کړي.
