د هلمند پوهنتون او د کرنې ریاست ترمنځ د ګډو علمي او تخنیکي همکاریو تړون لاسلیک شو

mail-admin
Mon, May 25 2026 4:09 PM
د هلمند پوهنتون او د کرنې ریاست ترمنځ د ګډو علمي او تخنیکي همکاریو تړون لاسلیک شو

۴ غبرګولی ۱۴۰۵ه‍.ش
۸ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست او د هلمند پوهنتون ترمنځ د ګډو علمي، تخنیکي او مسلکي همکاریو د پراختیا په موخه د تفاهم او همکاریو  هوکړه لیک لاسلیک شو.
په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د هلمند پوهنتون مشرتابه، استادانو، د کرنې رییس مولوي شیر احمد رفیع، د یاد ریاست مسؤلینو او یو شمېر کارکوونکو ګډون کړی وو.
د غونډې په پیل کې د هلمند پوهنتون رییس د دواړو ادارو ترمنځ د همغږۍ او ګډ کار ارزښت ته اشاره وکړه او ویې ویل، چې د علمي بنسټونو او امارتي ادارو ترمنځ همکاري د هېواد د پرمختګ او د ټولنې د اړتیاوو د پوره کولو لپاره مهم رول لري.
د هلمند پوهنتون رییس دغه راز زیاته کړه، چې پوهنتونونه یوازې د زده کړو مرکزونه نه، بلکې د ټولنې د ستونزو د حل لپاره مهم علمي او څېړنیز بنسټونه دي، او د پوهنتون استادان به هڅه وکړي، څو خپل علمي ظرفیتونه د عملي خدمتونو لپاره وکاروي.
ورپسې د هلمند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیر احمد رفیع د خپلو خبرو پر مهال وویل، چې اسلامي نظام د افغان ولس د قربانیو ستره لاسته راوړنه ده او د همدې نظام د لا پیاوړتیا لپاره ګډې هڅې، علمي همغږي او عملي خدمتونه اړین دي.
نوموړي زیاته کړه، چې د کرنې سکتور د پرمختګ لپاره د پوهنتونونو له علمي ظرفیت څخه ګټه اخیستل مهم دي او د پوهنتون له استادانو او متخصصینو یې وغوښتل، ترڅو خپلې تجربې او څېړنې د کرنې له ریاست سره شریکې کړي.
د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې به دواړه لوري د علمي څېړنو، مسلکي روزنو، کرنیزو پروژو، ظرفیت لوړونې، تخنیکي پروګرامونو، علمي سیمینارونو او نورو ګډو فعالیتونو په برخو کې همکاري او همغږي پراخه کړي.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS