د خرماوو بڼونو د ترویج پهپار د کرنې وزارت هڅې؛ هلمند کې لسګونه جریبه نمونوي بڼونه پر حاصلاتو راغلل
۴ غبرګولی ۱۴۰۵ه.ش
۸ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۷ه.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د هېواد په تودو سیمو کې د خرماوو د معیاري بڼونو د ترویج او پراختیا لپاره خپلې هڅې چټکې کړې دي، چې په همدې لړ کې د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه او یو شمېر ولسوالیو کې جوړ شوي نمونوي بڼونه اوس په ښه ډول پر حاصلاتو راغلي دي.
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، دغه بڼونه د وزارت د دوامدارو برنامو، تخنیکي ملاتړ او عامه پوهاوي په پایله کې د بزګرانو لپاره په نمونوي ډول جوړ شوي، چې شاوخوا ۸۰ جریبه ځمکه رانغاړي.
په دغو بڼونو کې بزګرانو ته د خرماوو د نیالګیو د کېنولو، پالنې، اوبو لګولو، سرې استعمال، د افتونو او ناروغیو د مخنیوي په برخو کې لازمې تخنیکي لارښوونې او عملي روزنې ورکړل شوې دي. د کرنې ریاست مسلکي کارکوونکو د بڼونو د مدیریت په هر پړاو کې له بزګرانو سره نږدې همکاري کړې ده.
بڼوال وایي، د هلمند ګرم اقلیم او مناسبه هوا د خرماوو د ونو د ودې لپاره غوره شرایط برابر کړي، چې له امله یې د دغو بڼونو حاصلات د دوی له تمې لوړ دي. د معلوماتو له مخې، د خرماوو هره ونه تر ۱۰۰ کیلو ګرامه پورې حاصل ورکوي، چې د اقتصادي ارزښت له پلوه د بزګرانو لپاره ګټور تمامېږي.
د کرنې وزارت مسؤلین ټینګار کوي، چې د خرماوو کر او پالنه نه یوازې د بزګرانو د عوایدو په زیاتوالي کې مهم رول لري، بلکې د شنو سیمو پراختیا، د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د مقاومت او د هېواد د کرنیزو محصولاتو د تنوع په برخه کې هم اغېزناک تمامېږي.
د یادونې وړ ده، چې هلمند د خپل تود اقلیم له امله د خرماوو د کښت لپاره مناسب ولایت بلل کېږي، او د کرنې وزارت پلان لري چې په راتلونکو کلونو کې د خرماوو د معیاري بڼونو ساحه نوره هم پراخه کړي، ترڅو بزګران اقتصادي پیاوړتیا ترلاسه او د لوړ عاید لرونکو بڼونو خاوندان شي.
د کرنې وزارت د بڼوالۍ او کرنیزو پراختیایي پروګرامونو له لارې هڅه کوي، چې د هېواد په مناسب اقلیم لرونکو ولایتونو کې د خرماوو معیاري بڼونه جوړ او ترویج کړي، څو بزګرانو ته د لوړ عاید فرصتونه برابر او د کرنیزو محصولاتو تنوع پیاوړې شي.
