ننګرهار کې د څه باندې دري میلیونه افغانیو په لګښت د څارویو کلینیکونو پیاوړتیا په موخه د توکو مرسته وشوه

mail-admin
Tue, May 19 2026 11:19 AM
ننګرهار کې د څه باندې دري میلیونه افغانیو په لګښت د څارویو کلینیکونو پیاوړتیا په موخه د توکو مرسته وشوه

۲۹ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ډنمارک کډوالو ادارې «ډي‌ارسي» په تخنیکي، د اروپایي ټولنې او سویس پرمختیایي ادارې  په مالي مرسته، د درې میلیونه،٣٨٩ زره او ٧٦٥ افغانیو په لګښت د ننګرهار په سپین غر، اچین او هسکه مېنه کې د څارویو کلینیکونو پیاوړتیا په موخه د تخنیکي توکو مرسته وشوه.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالستار محمد وویل، چې د ډنمارک کډوالو ادارې په مرسته په درې واړو ولسوالیو کې ٩ بابه څارویو کلینیکونو سره مرسته ترسره شوه.
ښاغلي محمد زیاته کړه، چې د هر کلینیک سره د ٣٧٦ زره افغانیو په ارزښت د ٦٧ قلمه بېلابېلو وترنرۍ، لوجستیکي، واکسینونو ساتلو او نورو اړینو وسایلو مرسته ترسره شوه.
د ننګرهار د کرنې رییس وټرنر داکترانو ته د وسایلو ساتلو او مالدارانو ته د ښو خدماتو وړاندې کولو سپارښتنې وکړې.
د ډنمارک د کډوالو ادارې د ختیځ زون د پروګرامونو مسؤل منیر احمد منیب وویل، چې په یادو ولسوالیو کې د څارویو کلینیکونو سربېره د کرنې او مالدارۍ په بېلابېلو برخو کې د بزګرانو او مالدارانو سره مرستې ترسره کړي.هغه وویل، چې په کلینیکونو کې د غوره خدماتو وړاندې کولو په موخه یي ٩ تنو وټرنر داکترانو ته مسلکي روزنه هم ورکړل شوي دي.


تقویت کلینیک‌های حیوانی در ننگرهار با هزینه بیش از سه میلیون افغانی
۲۹ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۷ هـ.ق
به تلاش ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت ننگرهار، با همکاری تخنیکی اداره مهاجرین دنمارک و کمک مالی اتحادیه اروپا و اداره انکشافی سویس، به منظور تقویت کلینیک‌های حیوانی در ولسوالی‌های سپین‌غر، اچین و هسکه‌مینه این ولایت، تجهیزات تخنیکی به ارزش سه میلیون و ۳۸۹ هزار و ۷۶۵ افغانی توزیع گردید.
مولوی عبدالستار محمد رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت ننگرهار گفت که با همکاری اداره مهاجرین دنمارک، برای ۹ باب کلینیک حیوانی در این سه ولسوالی کمک صورت گرفته است.
وی افزود که برای هر کلینیک، ۶۷ قلم وسایل مختلف وترنری، لوجستیکی، تجهیزات نگهداری واکسین و سایر وسایل ضروری به ارزش ۳۷۶ هزار افغانی فراهم گردیده است.
رئیس زراعت ننگرهار به داکتران وترنر توصیه کرد تا در حفظ و نگهداری وسایل دقت نموده و خدمات بهتر را برای مالداران ارائه کنند.
منیر احمد منیب مسئول برنامه‌های زون شرق اداره مهاجرین دنمارک گفت که این اداره افزون بر حمایت از کلینیک‌های حیوانی در ولسوالی‌های یادشده، در بخش‌های مختلف زراعت و مالداری نیز با دهاقین و مالداران همکاری کرده است.
او افزود که به هدف ارائه خدمات بهتر در کلینیک‌ها، برای ۹ تن از داکتران وترنر نیز آموزش‌های مسلکی ارائه شده است.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS