نورستان کې پراخ کرنیز پرمختیایي فعالیتونه؛ لسګونه پروژې پلې او میلیونونه افغانۍ عواید راټول شوي

mail-admin
Mon, May 18 2026 11:30 AM
نورستان کې پراخ کرنیز پرمختیایي فعالیتونه؛ لسګونه پروژې پلې او میلیونونه افغانۍ عواید راټول شوي

۲۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، د ۱۴۰۴ هجري لمریز کال په ترڅ کې یې د پراختیایي بودیجې او د همکارو مؤسسو په ملاتړ د کرنې، اوبولګولو، مالدارۍ او کلیوالي پراختیا په برخو کې لسګونه مهمې پروژې پلې کړې، چې د بزګرانو د ملاتړ، د کرنیزو تولیداتو د زیاتوالي او د خلکو د اقتصادي وضعیت د ښه‌والي لامل شوې دي.
د یاد ریاست د کرنیزو چارو مسؤل محمد حنیف افغان په وینا، د ولایتي ادارې په هڅو د مرکز پارون او ولسوالیو په کچه ګڼ پرمختیایي فعالیتونه ترسره شوي، چې پکې د لسو عراده کوچنیو باغي تراکتورونو پېرل، ۴۰۰ بزګرانو ته د ۳۰ مټریک ټنه اصلاح شویو غنمو تخمونو وېش، د غنمو او جوارو ۷۵ ننداریزې کروندې جوړول او اړوند کرنیزو وسایلو برابرول شامل دي.
هغه زیاته کړه، چې د نباتي افتونو او ناروغیو د مخنیوي لپاره څلور بېلابېل پروګرامونه عملي شوي او د ځنګلونو د بیارغونې او پراختیا په موخه په ۲۵ هکټاره ځمکه کې ۱۰ زره اصله نیالګي کېنول شوي دي. همداراز په ځنګلونو کې د اورلګېدنې د مخنیوي لپاره بېلابېل وسایل هم پېرل شوي دي.
د مالدارۍ په برخه کې د حیواني محرقې «بروسلوز» ناروغۍ د تشخیص لپاره ۹۸ نمونې راټولې او مرکزي لابراتوار ته لېږل شوې دي. سربېره پر دې، دوه حیواني کلینکونه ترمیم شوي او په ټول نورستان کې د کانګو وینې بهېدونکې ناروغۍ د مخنیوي کمپاین په دوو پړاوونو کې پلي شوی دی.
ښاغلي افغان څرګنده کړه، چې د اسلامي امارت د مشرتابه د شفقت له مخې له ګاونډیو هېوادونو څخه په زور راایستل شویو ۴۰۰ کډوالو کورنیو ته هم مرستې وېشل شوې دي، چې هرې کورنۍ ته ۲۵۰ کیلو ګرامه خوراکي غنم او ۵ زره نغدې افغانۍ ورکړل شوې دي.
د نوموړي په خبره، د بېلابېلو همکارو مؤسسو په مرسته د نورستان په مرکز او ولسوالیو کې ۲۰۶۵ متره کانالونه، ۷۵۰ متره مکعبه د اوبو زېرمې، درې سربندونه، ۱۹۱ جریبه بڼونه، ۴۰ د کچالو ساتنې زېرمتونونه او نږدې ۱۱ کیلومتره سړکونه جوړ شوي دي. همداراز ۲۰۰۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه او  کیمیاوي سره وېشل شوې او ۶۰۰ ښځو ته د ګلدوزۍ او لاسي صنایعو عملي زده کړې ورکړل شوې دي.
د یادونې وړ ده، چې د نورستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د عشر او زکات، چهارمغزو، طبي نباتاتو او سیلانیانو له درکه ۱۰ میلیونه، ۶۶۲ زره او ۷۰۰ افغانۍ عواید راټول کړي، چې د دولت خزانې ته په شفاف ډول سپارل شوي دي.


فعالیت‌های گسترده انکشافی زراعتی در نورستان؛ ده‌ها پروژه تطبیق و میلیون‌ها افغانی عواید جمع‌آوری شده است
۲۸ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ ذوالحجه ۱۴۴۷ هـ.ق
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت نورستان می‌گوید که در جریان سال ۱۴۰۴ هجری خورشیدی، با استفاده از بودجه انکشافی و حمایت مؤسسات همکار، ده‌ها پروژه مهم را در بخش‌های زراعت، آبیاری، مالداری و انکشاف دهات تطبیق کرده است که باعث حمایت از دهاقین، افزایش تولیدات زراعتی و بهبود وضعیت اقتصادی مردم شده است.
محمد حنیف افغان، مسئول امور زراعتی این ریاست می‌گوید که در نتیجه تلاش‌های اداره ولایتی، فعالیت‌های انکشافی متعددی در مرکز پارون و ولسوالی‌ها انجام شده است که شامل خریداری ۱۰ عراده تراکتور کوچک باغی، توزیع ۳۰ متریک تُن تخم اصلاح‌شده گندم برای ۴۰۰ دهقان، ایجاد ۷۵ قطعه نمایشی گندم و جواری و فراهم‌سازی وسایل مورد نیاز زراعتی می‌شود.
وی افزود که به منظور جلوگیری از آفات و امراض نباتی، چهار برنامه مختلف عملی شده و به هدف احیا و توسعه جنگلات، ۱۰ هزار اصله نهال در ۲۵ هکتار زمین غرس شده است. همچنان برای جلوگیری از آتش‌سوزی در جنگلات، وسایل مختلف نیز خریداری شده است.
در بخش مالداری، برای تشخیص بیماری حیوانی بروسلوز، ۹۸ نمونه جمع‌آوری و به لابراتوار مرکزی ارسال شده است. افزون بر آن، دو کلینیک حیوانی ترمیم شده و کمپاین جلوگیری از بیماری تب خون‌دهنده کانگو در سراسر نورستان در دو مرحله تطبیق شده است.
آقای افغان تصریح کرد که بر اساس شفقت رهبری امارت اسلامی، به ۴۰۰ خانواده مهاجر که به‌گونه اجباری از کشورهای همسایه اخراج شده‌اند نیز کمک توزیع شده است که به هر خانواده ۲۵۰ کیلوگرام گندم خوراکی و ۵ هزار افغانی پول نقد داده شده است.
به گفته وی، با همکاری مؤسسات مختلف در مرکز و ولسوالی‌های نورستان، ۲۰۶۵ متر کانال، ۷۵۰ متر مکعب ذخیره آب، سه سربند، ۱۹۱ جریب باغ، ۴۰ ذخیره‌گاه نگهداری کچالو و نزدیک به ۱۱ کیلومتر سرک ساخته شده است. همچنان برای ۲۰۰۰ دهقان تخم اصلاح‌شده گندم و کود کیمیاوی توزیع شده و به ۶۰۰ زن آموزش‌های عملی گلدوزی و صنایع دستی ارائه شده است.
قابل یادآوری است که ریاست زراعت، آبیاری و مالداری نورستان از درک عشر و زکات، چهارمغز، نباتات طبی و سیاحان، مبلغ ۱۰ میلیون و ۶۶۲ هزار و ۷۰۰ افغانی عواید جمع‌آوری کرده که به‌گونه شفاف به خزانه دولت سپرده شده است.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS