د ننګرهار وادي کرنیز شرکت درېیم فارم کې د ۱.۱ کیلومتره فرعي سړک د هموارکارۍ چارې بشپړې شوې

mail-admin
Mon, May 11 2026 8:52 AM
د ننګرهار وادي کرنیز شرکت درېیم فارم کې د ۱.۱ کیلومتره فرعي سړک د هموارکارۍ چارې بشپړې شوې

۲۱ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز، امارتي شرکت اړوند د درېیم فارم لومړي بلاک په ۹۴مه نمره ځمکه کې د ۱.۱ کیلومتره په اوږدوالي او لس متره پلنوالي فرعي سړک د هموارکارۍ چارې بشپړې شوې، چې ورسره د سیمې اوسېدونکو، بڼوالو او کروندګرو ته د تګ راتګ اسانتیاوې برابرې شوې دي.
یاد سړک د ننګرهار وادي کرنیز، امارتي شرکت په تخنیکي همکارۍ او د حکیم الله صافي قراردادي شرکت په مالي لګښت رغول شوی، چې د سیمې د بنسټیزو اسانتیاوو د ښه کېدو په برخه کې مهم ګام بلل کېږي.
د حکیم الله صافي قراردادي شرکت مسوول حاجي حبیب الله صافي وویل، د سړک د هموارولو ترڅنګ یې په همدې نمره ځمکه کې ۱۲ جریبه نااباده او مخروبه ځمکه هم کرنې ته چمتو کړې، چې له کلونو راهیسې شاړه پرته وه. د هغه په وینا، ټاکل شوې ده په نږدې راتلونکي کې پر دغې ځمکې د مالټو نوی بڼ جوړ شي.
بل لور ته د درېیم فارم امر مولوي محمد ګل مطمئن وویل، یاد فرعي سړک د تېرو کلونو ناخوالو پر مهال سخت زیانمن شوی و، چې له امله یې د مالټو بڼ لرونکي او ځایي اوسېدونکي د تګ راتګ پر مهال له ګڼو ستونزو سره مخ وو.
هغه زیاته کړه، اوس د سړک د هموارکارۍ له بشپړېدو وروسته د خلکو تګ راتګ اسانه شوی او د بڼ لرونکو ستونزې هم تر ډېره حل شوې دي.
نوموړي د قراردادي شرکت له مسوولینو وغوښتل، چې د سړک د جغل اچونې چارې هم ژر تر ژره ترسره کړي، څو د دوړو او ګردونو مخه ونیول شي او د سیمې شته مالټې بڼونه له احتمالي زیانونو خوندي پاتې شي.
په همدې حال کې د سیمې اوسېدونکو هم د یاد اقدام هرکلی کړی او دا یې د سیمې د پرمختګ او اقتصادي ودې لپاره مهم ګام بللی دی. هغوی له نورو شرکتونو او پانګه‌والو هم غوښتنه کړې چې د عامه ګټو ورته پروژو پلي کولو ته لا ډېره پاملرنه وکړي.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS