د کندهار بولدک کي د ځنګلي بوټو د ناقانونه پریکولو او انتقال مخه ونیول شوه
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر مشرۍ لاندي د سپین بولدک ولسوالی د ځنګلونو او څړځایونو د ساتني مسؤل او امنیتي مسؤلینو سره په کډه همکاری د یادې ولسوالی په بېلابېلو سیمو کي د طبیعي، ځنګلي او ریګي بوټو د ساتني او پرېکولو د مخنیوي په موخه کمپاین ترسره شوه، چې د دې کمپاین په ترڅ کي یي د یادې ولسوالی په ۴مه ناحیه کي د ځنګلي بوټو د پریکولو او ناقانونه انتقال مخه ونیول شوه.
د کندهار دکرنې ریاست چارواکي؛ چي یو تن غوښتل د یوه عراده موټر په وسیله یاد بوټي په غیرقانوني ډول لومړي پرې کړي او وروسته یي انتقال کړي، چي په وړاندي یې اقدام شوی او د ناقانونه انتقال مخه یي نیول شوې ده. د یادي ولسوالی مسؤلین زیاتوي، چې په یاده ولسوالی کي به هیڅ چاته اجازه ورنه کړل شي، چي ملي شتمني تخریب د په غیري قانوني ډول وکاروي. او ترڅنګ یې ډاډ ورکوي، چې راتلونکي کي به هم دې ورته کمپاینونه دوام ولري.
د یادوني وړ ده، چې د کندهار د کرنې ریاست په دې وروستیو کي د طبیعي بوټو د ناقانونه انتقال په وړاندي جدي هڅې کړي، ترڅو د کندهار ټولو ولسوالیو کي د طبیعي او ملي شتمني څخه په ښه توګه ساتنه وشي.
