د خوست دکرنې ریاست؛ د سپېرې ولسوالی د خامه سړک د بیارغونې پروژه په بریالیتوب بشپړه شوه

mail-admin
Thu, Apr 30 2026 12:46 PM
د خوست دکرنې ریاست؛ د سپېرې ولسوالی د خامه سړک د بیارغونې پروژه په بریالیتوب بشپړه شوه

۱۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هلوځلو، د سپېرې ولسوالی د کرنیزو چارو عمومي مدیریت تر مستقیمې څارنې لاندې، د «اکشن اېډ» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو پرمختیایي پروګرام «یوان‌ډي‌پي» په مالي ملاتړ، د یادې ولسوالی اړوند د افغان دوبۍ، سور کاخ، مڼه او غُرمې کلیو کې د خامه سړک د بیارغونې پروژه په بریالیتوب سره بشپړه شوه.
دا پروژه د «کار په بدل کې د نغدو پیسو» پروګرام له لارې پلي شوه، چې موخه یې د سیمې خلکو ته د لنډمهاله کاري فرصتونو برابرول او په ورته وخت کې د کلیوالي زیربناوو پیاوړتیا وه.
د معلوماتو له مخې، په دې پروژه کې ټولټال ۱۶۸ تنه کاریګرو برخه اخیستې وه، چې د یوې میاشتې په موده کې یې منظم فعالیت ترسره کړ. له دې ډلې څخه ۱۶ تنه ماهر کاریګرو ۱۵ ورځې کار کړی، چې هر یوه ته د ورځې ۷۰۰ افغانۍ مزد ورکړل شوی، او ۱۵۲ تنه غیر ماهر کاریګرو د یوې میاشتې لپاره کار کړی، چې هر یوه ته د ورځې ۳۵۰ افغانۍ ورکړل شوې دي.
یاده پروژه نه یوازې د سیمې اوسېدونکو لپاره د عاید لنډمهاله سرچینه برابره کړه، بلکې د هغوی د اقتصادي وضعیت په ښه والي او د کليو ترمنځ د تګ راتګ د اسانتیاوو په رامنځته کولو کې یې هم مهم رول ولوباوه.
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مشرتابه ټینګار کړی، چې د ورته پراختیایي پروژو د پلي کولو له لارې به د بزګرانو او کلیوالو د ژوند د ښه والي لپاره خپلې هڅې لا پسې چټکې او اغېزمنې کړي.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS