د پکتیکا دکرنې رییس د «ټیلو» مؤسسې له چارواکو سره وکتل

mail-admin
Wed, Apr 29 2026 1:14 PM
د پکتیکا دکرنې رییس د «ټیلو» مؤسسې له چارواکو سره وکتل

۹ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۲ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوی لعل محمد ګوهر، د ځمکو چارو آمر مولوی تاج محمد زنداني او د کرنې ریاست مرستیال مولوی غازي محمد صدر په شتون کې، د «ټیلو» مؤسسې له چارواکو سره د خپل کار په دفتر کې لیدنه ترسره کړه.
په دې لیدنه کې د «ټیلو» مؤسسې مسؤلینو د خپلو کاري فعالیتونو اړوند موجودې ستونزې او ننګونې د کرنې رییس سره شریکې کړې او د یادو ستونزو د حل په برخه کې یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
همدارنګه، دواړو لورو د راتلونکو پروژو د دوام او تمدید په اړه مفصل بحثونه ترسره کړل او د لا ښه همغږۍ او همکاریو پر پیاوړتیا یې ټینګار وکړ، څو راتلونکې پروژې په اغېزمن او منظم ډول عملي شي.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS