له کندهاره دوبۍ ته د الوچې صادراتو نوې لړۍ پیل شوه؛ د بزګرانو عواید لوړېدو ته هیله‌مندي

mail-admin
Wed, Apr 29 2026 9:28 AM
له کندهاره دوبۍ ته د الوچې صادراتو نوې لړۍ پیل شوه؛ د بزګرانو عواید لوړېدو ته هیله‌مندي

۹ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۲ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، د یوه خصوصي شرکت په مالي ملاتړ له کندهار څخه د لومړي ځل لپاره متحده عربي اماراتو، په ځانګړي ډول دوبۍ ته د الوچې د صادراتو لړۍ پیل شوې ده، چې ټولټال به ۲۰ ټنه الوچه دغه بازار ته صادره شي.
د معلوماتو له مخې، تر دې مهاله دوه ټنه الوچه صادره شوې او پاتې صادرات به د راتلونکو شاوخوا شلو ورځو په موده کې بشپړ شي.
د صادرونکي خصوصي شرکت مرستیال سید حسین سعیدي ویلي، په لومړي پړاو کې یې د بازار ارزونې په موخه یو ټن الوچه دوبۍ ته ولېږله، چې مثبتې پایلې یې لرلې. نوموړي زیاته کړه، د بازار له ښه هرکلي وروسته اوس د دویم پړاو صادرات هم پیل شوي او پلان لري، چې په نږدې ورځو کې ټول ۲۰ ټنه الوچه دوبۍ ته ورسوي.
بل لور ته د کندهار بزګران وایي، دوبۍ ته د صادراتو له پیل سره د الوچې بیې لوړې شوې او د دوی عواید هم ورسره زیات شوي دي. د دوی په خبره، بهرنیو بازارونو ته لاسرسی کولی شي د بزګرانو اقتصادي وضعیت لا پیاوړی کړي.
کارپوهان باور لري، که د کندهار کرنیزو محصولاتو ته نړۍوال بازارونه وموندل شي، نو نه یوازې به د بزګرانو عواید زیات شي، بلکې د هېواد د صادراتو کچه به هم لوړه او د کرنې سکتور به لا وده وکړي.
د یادونې وړ ده، تر دې وړاندې یوه اوونۍ مخکې هم یو ټن الوچه د بازار د ارزونې لپاره دوبۍ ته صادره شوې وه، څو د کندهار د الوچې کیفیت او د بازار غوښتنه وارزول شي.

آغاز دور جدید صادرات آلوچه از کندهار به دبی؛ امیدواری به افزایش عواید دهاقین
۹ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۲ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ هـ.ق
مسئولان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کندهار می‌گویند که با حمایت مالی یک شرکت خصوصی، برای نخستین‌بار روند صادرات آلوچه از کندهار به امارات متحده عربی، به‌ویژه شهر دبی، آغاز شده است که در مجموع ۲۰ تُن آلوچه به این بازار صادر خواهد شد.
بر اساس معلومات، تا اکنون دو تُن آلوچه صادر شده و باقی صادرات در جریان حدود بیست روز آینده تکمیل خواهد شد.
سید حسین سعیدی معاون شرکت خصوصی صادرکننده گفته است که در مرحله نخست، به‌منظور ارزیابی بازار، یک تُن آلوچه به دبی ارسال شد که نتایج مثبتی در پی داشت. وی افزود که پس از استقبال خوب بازار، اکنون مرحله دوم صادرات نیز آغاز شده و برنامه دارند تا در روزهای نزدیک تمام ۲۰ تُن آلوچه را به دبی انتقال دهند.
از سوی دیگر، دهاقین کندهار می‌گویند که با آغاز صادرات به دبی، قیمت آلوچه افزایش یافته و عواید آنان نیز بیشتر شده است. به گفته آنان، دسترسی به بازارهای خارجی می‌تواند وضعیت اقتصادی دهاقین را بیش از پیش تقویت کند.
کارشناسان باور دارند که اگر برای محصولات زراعتی کندهار بازارهای جهانی فراهم گردد، نه‌تنها عواید دهاقین افزایش می‌یابد، بلکه سطح صادرات کشور نیز بالا رفته و سکتور زراعت بیشتر رشد خواهد کرد.
قابل ذکر است که یک هفته پیش نیز یک تُن آلوچه به‌منظور ارزیابی بازار به دبی صادر شده بود تا کیفیت آلوچه کندهار و میزان تقاضای بازار مورد بررسی قرار گیرد.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS