د بزګر مېله او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون بریالۍ ترسره شوه 

mail-admin
Mon, Apr 27 2026 1:52 PM
ختم موفقانه میله دهقان و سی‌وچهارمین نمایشگاه محصولات زراعتی و مالداری

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د بزګر مېله او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون، چې د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په نوښت د کابل په بادام‌باغ کې جوړ شوی و، له څلورو ورځو بریالي ترسره کېدو وروسته پای ته ورسېد.
دغه نندارتون د هېواد له بېلابېلو سیمو څخه د کروندګرو، مالدارانو، صنعتکارانو او سوداګرو په پراخ ګډون ترسره شو، چې په ترڅ کې یې سلګونه ډوله کرنیز او مالدارۍ محصولات، پروسس شوي تولیدات، لاسي صنایع، کرنیز ماشینونه، زعفران، طبي بوټي او عصري وسایل نندارې ته وړاندې شول. همدارنګه، د لاسي صنایعو لپاره، په ځانګړي ډول د ښځو تولیداتو ته لسګونه غرفې هم ځانګړې شوې وې.
د دې نندارتون د جوړېدو موخه د ملي اقتصاد پیاوړتیا، د کورنیو تولیداتو ملاتړ، د بازارموندنې زمینه برابرول، له کورنیو او بهرنیو بازارونو سره د تولیدوونکو نښلول او د کرنې او مالدارۍ په سکتور کې د پانګونې هڅونه بلل شوې وه، چې تر ډېره بریده دا موخې ترلاسه شوې دي.
د وړاندې شویو معلوماتو له مخې، د نندارتون په ترڅ کې ټولټال ۹ ژمنې د شاوخوا ۷ میلیونه او ۸ زره افغانیو په ارزښت، ۲۰ هوکړهلیکونه د شاوخوا ۳۰۰ میلیونه او ۷ زره افغانیو په ارزښت او ۲۹ قراردادونه د شاوخوا ۴۰ میلیونه او ۱۱ زره افغانیو په ارزښت ثبت شوي دي. همدارنګه، د پلور عمومي کچه ۲ میلیونه او ۶۷۹ زره او ۵۱ افغانیو ته رسېدلې ده، چې دا د کرنې او مالدارۍ په سکتور کې د اقتصادي راکړې ورکړې د پام وړ زیاتوالی ښيي.
دغه لاسته راوړنې په ټولیز ډول د راکړې ورکړې د کچې لوړوالی، د سوداګریزو اړیکو پراختیا او د هېواد د کروندګرو او مالدارانو لپاره د نویو فرصتونو رامنځته کېدل څرګندوي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د دې ډول پروګرامونو پر دوام ټینګار کړی او ژمنه یې کړې، چې د تولید څخه تر بازار پورې د ارزښت ځنځیر په پیاوړتیا سره به د کرنې سکتور دوامداره وده او د کروندګرو او مالدارانو اقتصادي وضعیت لا ښه کړي.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS