د کرنیزو او مالدارۍ چارو د همغږۍ په موخه مارجې ولسوالی ته د هلمند دکرنې رییس سفر

mail-admin
Mon, Apr 27 2026 8:51 AM
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع، د یوه پلاوي په ملتیا مارجې ولسوالی ته رسمي سفر ترسره کړ، څو د کرنیزو چارو د وضعیت ارزونه، له بزګرانو سره د ستونزو اورېدنه او د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ کچه لا پیاوړې کړي.

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع، د یوه پلاوي په ملتیا مارجې ولسوالی ته رسمي سفر ترسره کړ، څو د کرنیزو چارو د وضعیت ارزونه، له بزګرانو سره د ستونزو اورېدنه او د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ کچه لا پیاوړې کړي.
ددې سفر په ترڅ کې د هلمند دکرنې رییس  او ورسره مل پلاوي د مارجې ولسوالی له یوشمېر بزګرانو سره ګډه ناسته وکړه.
په دې ناسته کې د سیمې بزګرانو خپلې ستونزې، اړتیاوې او غوښتنې له نږدې شریکې کړې، او د هلمند دکرنې رییس هغوی ته ډاډ ورکړ چې د کرنې ریاست به د کروندګرو د ملاتړ، د کرنیزو خدمتونو د پراختیا او شته ستونزو د حل لپاره خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي.
وروسته د ولسوالی له اداري مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه، چې پکې د مارجې ولسوالی ولسوال نافذ حاجي ملا، د ولسوالی مرستیال حاجي ترابي، د استخباراتو مسؤل حاجي ماهر، د امنیه قوماندانۍ معاون حاجي فاروقي، د تروریزم ضد او مخدره موادو مسؤلینو، د کشف مسؤلینو، د کرنې مسؤل حاجي مبرور او یو شمېر نورو اداري کارکوونکو ګډون کړی و.
په یاده غونډه کې د کرنیزو چارو د پرمختګ، د بزګرانو د ستونزو د حل، د امارتي ځمکو د ساتنې، دقدرتي سرچینو د مدیریت او د ادارو ترمنځ د ګډ کار او همغږۍ پر پیاوړتیا هر اړخیزې خبرې وشوې.
دغه سفر د هلمند ولایت په کچه د کرنې سکټور د لا پیاوړتیا، له ولس سره د مستقیمې اړیکې او د کرنیزو خدمتونو د اغېزمنتیا په موخه یو مهم ګام ګڼل کېږي.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS