د هلمند ولایت سنګین ولسوالی کې د ځنګلي قدرتي بوټو د پرېکولو مخنیوی وشو
۶ غویی ۱۴۰۵ه.ش
۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د سنګین ولسوالی د کرنیزو خدمتونو عمومي مدیریت د مسؤلینو او اړوندو همکارو ادارو په همغږۍ، په یاده ولسوالی کې د ځنګلي قدرتي بوټو د ناقانونه پرېکولو مخه ونیول شوه.
د معلوماتو له مخې، یو شمېر اشخاصو په یاده سیمه کې د قدرتي ځنګلي بوټو په پرېکولو لاس پورې کړی و او له هغو څخه یې د کیړو (سکرو/سون توکو) د جوړولو هڅه کوله، چې د مسؤلینو له لوري پر وخت اقدام وشو او د یادې کړنې مخنیوی ترسره شو.
د سنګین ولسوالی د کرنې مسؤلینو څرګنده کړه، چې د قدرتي بوټو، ځنګلونو او څړځایونو ساتنه د چاپېریال د خوندیتوب، د طبیعي شتمنیو د بقا او توازن لپاره مهمه ده، او له ټولو هېوادوالو یې وغوښتل، چې د طبیعي سرچینو په ساتنه کې له مسؤلینو سره همکاري وکړي.
همداراز ټینګار وشو، هر هغه څوک چې د قدرتي ځنګلونو او بوټو په پرېکولو، تخریب او یا ناقانونه استفادې کې لاس ولري، قانوني چلند به ورسره وشي.
