د ننګرهار وادي کرنیز شرکت رییس د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام له چارواکو سره وکتل
د ننګرهار وادي کرنیز شرکت اجرائیوی رییس محمد نعیم محمدي د خپل کار په دفتر کې په ختیځ زون کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام «یوانډيپي» له مسوول اناتولي بالوني او ورسره مل پلاوي سره ناسته وکړه.
په دې ناسته کې د ننګرهار د بهرنیو چارو ریاست مرستیال مولوي خالد سیف الله، د شرکت د مالي او اداري چارو رییس محمدا جان راشد، د کرنیزو او تخنیکي چارو رییس انجنیر حکمت الله معروف، د سوداګرۍ او بازارموندنې رییس مولوي نعمت الله سالک، او د مطبوعاتو عمومي مدیرسید همایون غریبمل ګډون درلود.
د ناستې په جریان کې د زیتونو د ځنځیري ارزښت د لوړولو، د زیتون تولیدي فابریکې د لا پرمختګ، او نورو اړوندو موضوعاتو لکه ددغه شرکت د اوبو د ۷۱ کیلومتره لوی نهر پراهمیت، ولس ته يې په خېر، ددې کمپلیکس سترې حیاتي پروژې د ټولو اړخونو په تړاو بحثونه او نظرونه شریک شول.
د ناستې په پای کې، ښاغلي اناتولي بالوني او ورسره پلاوي د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د رهبرۍ په ملتیا د زیتون فابریکې، نجارۍ فابریکې، او زیتون بڼونو له نږدې کتنه وکړه څو د تولید او ارزښت لړۍ د پرمختګ او همکاریو امکانات وڅېړل شي.
