د خوست د کرنې ریاست د ۱۴۰۴ مالي کال د عوایدو راټولولو په برخه کې دویم مقام خپل کړ

mail-admin
Mon, Apr 13 2026 4:00 PM
د خوست د کرنې ریاست د ۱۴۰۴ مالي کال د عوایدو راټولولو په برخه کې دویم مقام خپل کړ

۲۴ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۶ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ۱۴۰۴ مالي کال په اوږدو کې د عوایدو راټولولو په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنه تر لاسه کړه. یاد ریاست وتوانېد چې د ټول هېواد په کچه د کرنې ریاستونو ترمنځ د خپل ټاکلي موخې څخه د ۳۴ سلنه زیاتو عوایدو په ترلاسه کولو سره دویم مقام خپل کړي.
د خوست کرنې ریاست د تېر مالي کال په لړ کې د عوایدو کچه د ټاکل شوې موخې څخه ۳۴ سلنه زیاته کړې، چې دا د مسوولینو ژمنتیا، شفافیت او مسلکي مدیریت څرګندونه کوي.
دغه عواید د کرنې ریاست د بېلابېلو آمریتونو له لارې راټول شوي دي، چې پکې د قدرتي سرچینو، کرنیزو چارو، اراضۍ، مالدارۍ آمریتونه، د مالي او اداري عمومي مدیریت شامل دي. د یادونې وړ ده، چې دا ۳۴ سلنه زیاتوالی د عشر او زکات له عوایدو پرته ترلاسه شوی دی.
دا لاسته راوړنه په داسې حال کې ترلاسه شوې چې د هېواد په ګڼو ولایتونو کې کرنیز سکتور له اقلیمي بدلونونو او طبیعي پېښو سره مخ دی. سره له دې ننګونو، د خوست کرنې ریاست د نوښتګرو کړنلارو او اغېزمنو تدابیرو له لارې نه یوازې خپل عواید لوړ کړي، بلکې د نورو ولایتونو لپاره یې یو بریالۍ او الهام‌ بښونکي نمونه هم وړاندې کړې ده.
د خوست د کرنې ریاست مشرتابه ټینګار کوي، چې د عوایدو زیاتوالی به د کرنیزو خدمتونو د پراختیا، د بزګرانو د ملاتړ، د اوبو لګولو سیستمونو د ښه والي، د ځنګلونو د ساتنې او پراختیا او د مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا په برخه کې مهم رول ولوبوي. 
همدارنګه، یاد ریاست ژمن دی چې په راتلونکو کلونو کې به لا زیاتې هڅې وکړي تر څو لا لوړ مقامونه خپل کړي او د کرنې سکتور لا پیاوړی کړي.
د خوست د کرنې ریاست دا بریا د ټولو کارکوونکو د ګډو هڅو، صادقانه کار او مسوولیت مننې پایله بلل شوې ده، او هیله څرګندېږي چې دا پرمختګونه به په راتلونکو کلونو کې نور هم دوام ومومي.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS