دهلمند ولایت بولان انارباغ د نیالګیو روزنځای کې د زردالو تخمونه وکرل شول

mail-admin
Thu, Apr 02 2026 12:41 PM
دهلمند ولایت بولان انارباغ د نیالګیو روزنځای کې د زردالو تخمونه وکرل شول

۱۳ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د قدرتي سرچینو آمریت له لوري، د بولان د انارباغ نیالګیو روزلو قوریه کې د زردالو تخمونه وکرل شول.
په دې لړ کې د یاد آمریت مسلکي کارمندانو له خوا د زردالو ترخو زڼو شاوخوا ۱۵۰ کیلوګرامه تخم په څلورو ۴ جریبه ځمکه کې وکرل شول، چې موخه یې د باکیفیته نیالګیو تولید، د شنو ساحو پراختیا او د طبیعي سرچینو پیاوړتیا ده.
یاد فعالیت د کرنې ریاست د پلان له مخې ترسره شوې او ټاکل شوې ده، چې له دې لارې به په راتلونکي کې د سیمې لپاره معیاري او اصلاح شوي نیالګي چمتو کړل شي.
دیادولو ده، چې د هلمند کرنې ریاست اداره هڅه کوي ترڅو د نیالګیو د روزنې او ساتنې په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي، ترڅو د چاپېریال ساتنې او زرغونتیا په برخه کې لا زیات اغېزمن ګامونه پورته شي.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS