د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په فارمونو کې د غنمو پراخ کښت؛ ولاړ کښت په ښه حالت کې دی

mail-admin
Mon, Mar 16 2026 10:10 AM
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په فارمونو کې د غنمو پراخ کښت؛ ولاړ کښت په ښه حالت کې دی

۲۵ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۷ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د مطبوعاتو له مخې، د یاد شرکت په څلورګونو فارمونو کې پر پراخو او حاصلخېزو ځمکو د غنمو پراخ کښت ترسره شوی دی، چې دا چاره د کرنې د ودې او د خوړو د خوندیتوب لپاره مهم ګام بلل کېږي.
د معلوماتو له مخې، دغه غنم د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د امارتي کښت تر چتر لاندې، سربېره پر دې د قراردادي کرنیزو شرکتونو او اجاره‌لرونکو بزګرانو له خوا هم کرل شوي دي.
د کرنیزو مسؤلینو په وینا، له نېکه مرغه د غنمو ولاړ کښت دا مهال په ښه وده او مناسب حالت کې قرار لري. د کرنیزو اصولو له مخې ورته پر وخت اوبه ورکول کېږي او ټول اړین اګروتخنیکي فعالیتونه لکه سرې کارول، واښه پاکول او نور اړین تدابیر پر وخت ترسره کېږي، ترڅو د ښه او باکیفیته حاصل ترلاسه کېدو زمینه برابره شي.
د چارواکو په خبره، د دغو کښتونو موخه نه یوازې د کرنیز تولید زیاتوالی دی، بلکې د هېواد د کرنې سکتور پیاوړتیا او د خوړو خوندیتوب ته هم ځانګړې پاملرنه کېږي.
همدارنګه د دغو کرنیزو فعالیتونو له برکته ګڼ شمېر هېوادوالو ته د کار او روزګار زمینه هم برابره شوې ده، چې د خلکو د اقتصادي وضعیت په ښه والي کې مهم رول لري.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS